پر پښتو ژبه د نړیوالتوب اغېزې؛
علمي – څېړنیز کانفرانس
د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو د مرکز د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړندوی رحیم الله حریفال (پر پښتو ژبه نړیوالتوب اغېزې) په نوم علمي – څېړنیز کانفرانس د ۱۴۰۰ کال د کب د میاشتې په ۲۳ نېټه وړاندې کړ.
د نوموړي کنفرانس هدف د نړیوالتوب پېژندنه، پر پښتو او پښتو سره پر هم انډوله ژبو د نړیوالتوب اغېزې څرګندول او دا چې دغو ژبو ته څه کول او د کومو طرحو او پروګرامونو مخ ته وړل پکار دي.
په پای کې د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رأیو په اتفاق سره مثبت ارزیابي شو.