د مفرور ناول کرهکتنه
![د مفرور ناول کرهکتنه](/sites/default/files/2022-03/1_3.jpeg)
علمي- څېړنیز کنفرانس
د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت، د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې علمي غړي څېړنوال سيد نظیم سیدي ((د مفرور ناول کرهکتنه)) په نامه علمي- څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۰ل کال د کب د میاشتې پر ۲۳مه نېټه وړاندې کړ.
د نوموړي علمي- څېړنیز کنفرانس هدف د مفرور ناول کره کتنه وه، چې د مفرور ناول پر جوړښت او منځپانګه خبرې وشوې او د کرهکتنې له غوښتنو سره سم د نوموړي ناول ښې خواوې او نیمګړتیاوې په ګوته شوې.
په پای کې د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رایو په اتفاق مثبت وارزول شو.