د مندیګک د تاریخي ساحو او هرپه او موهنجودارو تمدنو پرتلیزه څېړنه
د علمي پروژې پیژندنه: د څېړنوال فرهاد احمدي ترنظر لاندې څېړنه.
- د پروژې عنوان: د مندیګک د تاریخي ساحو او هرپه او موهنجودارو تمدنو پرتلیزه څېړنه.
۲- د اجراء موده: شپږ کاله له ۱۳۹۵/۱۲/۱ څخه تر ۱۴۰۱/۱۲/۱ .
۳- د څیړنې موخه: د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدونونو ترمنځ د اختلافي څیزونو او فرهنګي یو ځای والو پیدا کول.
۴- د موضوع مبرمیت: د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدنونو پرتلییزې څیړنې ته ضرورت او د لرغون پېژندنې مطالعي د تمدن په پېژندنه کې د تاریخ څخه په مخکې دوره کې له یو ځانګړي اهمیت او مبرمیت څخه برخمنې دي.
۵- د څیړنې د مسایلو طرحه:
- د مندیګک تاریخي ساحه چیرته موقعیت لري او په کومه تاریخي دوره پورې اړه لري؟
- د هرپه او موهنجودارو تاریخي تمدنونه په کوم ځاې کې موقعیت لري او په کومو تاریخي دورو پورې اړه لري؟
- د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدنونو ترمنځ مشابهتونه، اختلافونه او مشترکې ساختماني نقطې څه دي؟
- د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدنونو ترمنځ مشابهتونه، اختلافونه او مشترکې ساختماني نقطې څه دي او د څه په هکله موجودې دي؟
۶- منتظره پایلی (عملي او نظري): د دې اثر په مکمل کیدو سره برسره پر دې چې د مندیګک د تاریخي ساحو او د هرپه او موهنجودارو د تمدنو په هکله به ګټور معلومات ترلاسه شي همدارنګه د یو ښه څېړنیز علمي اثر په توګه په د دې ریشتې مینه والو او فرهنګپالانو ته پاتې شي.