د ژبې د سوچه والي نظریې ته کتنه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۱۴:۴۴
د ژبې د سوچه والي نظریې ته کتنه

« علمي ــ څېړنیز کنفرانس »

د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړندوی رحیم الله حریفال (د ژبې د سوچه والي نظریې ته کتنه) په نامه علمي ــ څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۱ هــ ل کال د ثور د میاشتې پر (۵)مه نېټه وړاندې کړ.

په نوموړې کنفرانس کې د ژبې د سوچه والي(پوریزم)، د سوچه غوښتونکو او سوچه ژبې په اړه بحث وشو او همدارنګه د یادې موضوع په اړه د پوهانو نظریات هم له ګډونوالو سره شریک شول او په پایله کې وویل شول چې د ژبې د سوچه والي اړتیا ده، خو په منځلاریتوب او اعتدال سره باید دا بهیر مخ ته یوړل شي.

په پای د ارزونې د کمېسېون له خوا یاد کنفرانس د رأیو په اتفاق مثبت وارزول شو.