آیا ایندرکوڼ اسطوره یوه بشپړه حماسه ده

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۵:۳۷
آیا ایندرکوڼ اسطوره یوه بشپړه حماسه ده

(علمي- تحقيقي کنفرانس)

د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي څیړنوال سید نظیم سیدي د (( آیا ایندرکوڼ اسطوره یوه بشپړه حماسه ده ؟)) تر سرلیک لاندې خپل د مکلفیت کنفرانس ارایه کړ. په دغه کنفرانس کې لومړی د اسطورې په اړه، د اسطورې د ډولونو په اړه او د حماسې په اړه معلومات وړاندې شول.

د اندرکوڼ اسطورې په مختلفو وریانټونو بحث وشو او په نوموړې اسطوره کې د حماسې ځانګړنې وڅېړل شوې. دا چې د حماسو یو اصل دا دی چې اسطوره به وي نو زموږ د تاریخي سیمې (( نورستان )) اندر کوڼ اسطوره هم د حماسې د ځانګړنو له مخې یوه بشپړه حماسه وګڼل شوه او د څېړنې له مخې زبات شوه.

د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې او د ارزونې د کمیسیون له لوري کنفرانس مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۸:۱۹
Background image

بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې

نن دوه‌نۍ/دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د سلواغې د میاشتې په شپږمه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت په دفتر کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز علمي غړي او د. . .

BACK TO NEWS