د شرقي زون ( ننګرهار، لغمان او کونړ) ولایتونو د ځینو ولسوالیو د خاورو د حاصل خېزۍ د کچې څېړل
د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:
څېړونکی: څېړندوی خلیل الرحمن (بارکزی)
خلاصه
د خاورو د حاصل خېزې څېړنه او د خاورې په ترکیب کې د موجوده ضروري عناصرومالومول د پایداره کرنیز تولید له پاره د ځانګړي اهمیت لرونکې موضوع ده.
خاوره د کرنيزو بوټو د روزنې او حاصلاتو د تولید غېږه ده، چې د بوټو د روزنې او ودې لپاره د اوبو په ګډون يو زيات شمير اړين عناصر ګټې اخستنې ته چمتو کوي. د خاورې کيمياوي، بیولوژیکي او فزيکي خواص د نباتاتو په وده باندې اغيز کوي، د بوټو ښه وده، د هغوی د حاصلاتو له کميت او کيفيت سره نه شلېدونکې اړيکې لري. ځکه نو د حاصل خېزۍ له نظره د خاورې ترکیب پېژندل یوه ځنډ نه منونکې مبرمه موضوع ده.
د خاورې د حاصل خېزي څېړنې موخه د نباتاتو څخه د لوړ حاصل لاسته راوړل د ښه کیفیت لرونکې نباتاتو تولید د سرو د استعمال موثریت یا ګټورتوب د خاورې ډول ته په کتو سره د مناسبو نباتاتو کښت او کر د خاورې په اړه عمومي او لازمي معلومات تر لاسه کول، د حاصل خیزی څېړنه په خاوره کې د غذایي موادو یعنی د بوټو لمړني عناصر (نایتروجن، فاسفورس، پوتاشیم او عضوي موادو) د موجودیت په هکله معلومات وړاندې کوي کوم چې د ازمایلو په نتیجه کې لاس ته راځي.
نایتروجن، فاسفورس او پوتاشیم د ډیرو ضروري عناصرو څخه شمیرل کېږي چې د خاورو په حاصل خېزي او بو ټو په حاصل باندې مستقیمې اغېزې لري د څېړنه په اړوند سیمو کې تر اوسه کومه علمي څېړنه نه ده تر سره شوي بزګران او د کرنې کارکونکي په غیرې علمي توګه په خاورو کې سرې علاوه کوي چې په پایله کې د ناپایداره کرنې په ترڅ کې ګڼې اقتصادي او محیطي ستونزې رامنځ ته کوي
په همدې موخه د افغانستان د علومو اکاډمي په خپل لس کلن ستراتیژیک پلان کې په ټول افغانستان کې د خاورو د حاصل خیزی د کچې د مالومولو تر عنوان لاندې یوه څېړنه شروع کړې، چې په ټوله کې يې موخه د افغانستان د حاصل خېزه خاورو د احصايه معلومول دي٠ يوه برخه يې د افغانستان د علومو د اکاډمي د کرنې انستېتیوت له طرفه ماته را سپارل شوې، چې ماهم د خپل انفرادي کار د پلان له مخې د ننګرهار، کږنړ او لغمان ولایتونو ته سفرونه کړي د خاورو نمونې مې راټولې کړي او لابراتواري کارونه یې جریان لري.
د رسالې له تکمیلېدو سره سم به د موضوع په هکله د قیق، نوي احصایوي، علمي او څېړنیز معلومات لاس ته راشي، چې د هغو مالوماتو له مخې به موږ وکولای شو، چې د غلو دانو او نورو نباتات له پاره د اړینو سرو کچه مالومه او تر څېړنې لاندې سیمو په خاورو کې به د موجودو لمړنيو ضروري عناصرو کچې وښودل شي.