د خیرالبیان نثر ته ژبپوهنیزه کتنه

علمي ــ څېړنیز کنفرانس
د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله دوست د روان کال د اسد د میاشتې پر (۲۵) باندې د (خیرالبیان نثر ته ژبپوهنیزه کتنه) تر عنوان لاندې خپل څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. د کنفرانس منځپانګه: د خیرالبیان د کتاب او د هغه د لیکوال بایزید اورمړ پېژندنه، د خیرالبیان په تړاو لومړنیو څېړنو ته کتنه، وروسته اساسي برخه؛ د خیرالبیان پر فونولوژیکي، مورفولوژیکي، سنټکس(نحوه)، سیمنټکس(معناپوهنه) او لیکدود /Orthography/ باندي څېړنه شوې وه. د موضوع تر وړاندي کولو وروسته د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د ارزونې د کمیسیون له لوري د رأیو په اتفاق تائید شو.