د پښتو ژبې اوسني فونولوژیکي او ګرافولوژیکي نظام ته نوې کتنه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۰:۳۴
د پښتو ژبې اوسني فونولوژیکي او ګرافولوژیکي نظام ته نوې کتنه

«علمي ــ څېړنیز کنفرانس»

 د ژبو او ادبیاتو د مرکز، د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله دوست د روان کال د سنبلې د میاشتې پر (۲۶) باندې (د پښتو ژبې اوسني فونولوژیکي او ګرافولوژیکي نظام ته نوې کتنه) تر عنوان لاندې خپل دویم څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. د کنفرانس منځپانګه: د فونولوژۍ او ګرافولوژۍ تیورۍ ته لنډه کتنه . د پښتو ژبې اوسنی فونولوژیکي نظام ، د پښتو ژبې اوسنی ګرافولوژیکي نظام، د نوام چامسکي او موریس هاله ، د SPE فونیمیکي نظام ۱۸ قوانین،د پښتو ژبې د فونولوژیکي او ګرافولوژیکي نظام ستونزي ښودل او د حللارو وړاندیزونه.د موضوع تر وړاندي کولو وروسته د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او د ارزونې د کمیسیون له لوري د رأیو په اتفاق تائید شو.