د استادانه نثر ښکلا
لیکوال : پوهنیار رحمت الله حکیمي
لنډیز
شکلي جوړښتونه ادبي پېرایې ته زیان نه شي رسولای. ادبي پېرایه د ځانګړي کیف په لرلو سره په هر قالب کې معتبره وي،په نثر کې ادبیت په شعر کې شعریت پیداکوي. که نثر له ذوقي، قلبي او ښکلاییزو تمایلاتو سره برابرې خبرې ولري طبعاً په هنري نثر اوړي او ژور ښکلاییز رجحانات ورسره مله وي. لوستونکي به یې له لوستلو څخه ځانګړی کیف اخلي. دا ځلې د الفت په نثر کې د همدې کیف په تفسیر پسې راوتی یم . هغه ښکلاییز توکي چې د نوموړي نثر ته یې ښکلا ورکړې او ما یې په نثر کې موندلي عبارت دي له : هنري منطق، د ناڅاپیتوب ښکلا، ایهامي کیف، عاطفي کیف، پراډوکسي کیف، تشبیهي کیف او موسیقیت . د استاد په نثر کې د همدې توکو تفسیر او تحلیل راته وښوده چې د الفت نثر یو استادانه ، باکماله او ښکلی نثر دی، همدا ادعا به دا مقاله درته په زباد رسوي.