د «فرهنګي- ادبي پېښليک» دوهم ټوک هم چاپ شو

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۰:۵۶
«فرهنګي- ادبي پېښليک» دوهم ټوک

فرهنګي- ادبي پېښليک (دوهم ټوک) د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي ليکنه، تأليف او تدوين کړی اثر دی چې د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا په وزيري سايز ۵۱۴ مخونو کې چاپ شو.

په دې اثر کې د وروستيو درېيو (۱۳۹۸، ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ لمريز) کلونو فرهنګي او ادبي پېښې په کرونولوژيک ډول بیان شوې دي. د علمي- څېړنيزو سيمينارونو او کنفرانسونو، ادبي محفلونو، مشاعرو، نمانځغونډو او يادغونډو، د فرهنګي- ادبي اشخاصو د مړينو کره نېټو، د نويو چاپ شوو آثارو او هم د آثارو د مخکتنو غونډو، د بېلا بېلو ادبي بهيرونو او ټولنو فعاليتونو او هم د څو تلويزيوني او راډيويي فرهنګي او ادبي پروګرامونو پېژندنې او معرفۍ په کې انعکاس موندلی دی.

دغه اثر د پښتو ادب تاریخ د لیکلو لپاره مرستندوی اثر دی او هم که څوک د همدې مودې فرهنګي- ادبي جاج اخیستل غواړي، نو ياد شوی اثر ورسره ډېره مرسته کولی شي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-10/%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%AB%D9%8A-%20%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%8A%20%D9%BE%DB%90%DA%9A%D9%84%D9%8A%DA%A9%20%28%D8%AF%D9%88%D9%87%D9%85%20%D9%BC%D9%88%DA%A9%29.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۸:۱۹
Background image

بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې

نن دوه‌نۍ/دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د سلواغې د میاشتې په شپږمه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت په دفتر کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز علمي غړي او د. . .

BACK TO NEWS