سبک پېژندنه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۰:۵

« علمي - څیړنیزه مقاله »

لیکوال: څېړنوال محمدنبي صلاحي

لنډیز

په دې علمي ــ څېړنیزه لیکنه کې د سبک او سبک پوهنې په بېلابېلو خواوو باندې څېړنیز بحث شوی دی. په دې کې دا څرګنده شوې ده چې سبک او سبک پېژندنه په یوه ادبي او شعري لیکنه کې د بڼې او معنا دواړو له مخې ارزول کېدای شي. د دې تر څنګ  د ادبي او شعري سبکونو د بېلښت اساسي ټکو  ته  هم اشاره شوې ده او په کې څرګنده شوې ده چې د کومو لاملونو له مخې، یو سبک له بل ادبي سبک نه جلا کېدای شي.

سریزه

په دې مقاله کې د سېک او سبک پېژندنې علمي پېژندونه وړاندي شوي او په دې موضوع پورې  اړوندو مفاهیمونو باندې علمي څېړنه شوې ده. په دې خبره رڼا اچول شوې ده چې ډېر ښه سبک هغه دی چې د لیکوال مفکوره، په ښه توګه سره تمثیل کړی شي. د سبک په پېژندنه کې د لیکنې ټول لفظي او معنوي اړخونه، لکه: د کلماتو د غوراوي او انتخاب ډول، د جملو جوړښت طرز، خیال، مفکوره، انځورونه، تکیه کلامونه، وزن، د  لفظي او معنوي صنایعو  استعمال او هره بله ژبنۍ ځانګړنه، د یوه ادیب او شاعر د لیکنې او سبک په پېژندنه کې وړ مرسته کولی شي.

 

د څېړنې موخه

 د سبک علمي پېژندنه  ده. هره ادبي او شعري لیکنه، د شاعر او ادیب د قلم نښه ده او د سبک موضوع، په شخص او د هغه په شعري او ادبي بریاوو او سلیقې پورې اړوند بحث دی. دلته ده چې د هغو د شکل او مضمون د ځانګړنو د معلومولو خبره رامنځته کېږي اوهرڅوک چې کله ادبیات یا ادبي سبکونه مطالعه کوي، باید د څېړونکي او لیکوال د لیکنې په سبکي ځانګړتیاوو پوه شي.

Documents

سبک پېژندنه.pdf