د رحمان بابا پر شاعرۍ د قران او حدیث اثرات اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۳:۵۲
رحمان بابا پر شاعرۍ د قران او حدیث اثرات

دا اثر د پښتو ژبې د پياوړي ليکوال او محقق ښاغلي ډاکټر شهاب عزیر ارمان د دکتورا تیسس دی، چې په شپږو څپرکیو کې لیکل شوی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په وزیري سایز کې په ۱۲۰۳ مخونو کې په مجلد ډول چاپ کړی دی.
په دې اثر کې د رحمان بابا پر  پېژندګلوۍ، پيدايښت، قام قبيله، زده کړو، مذهبي عقيدې، اخلاقي حالت، سياسي شعور، د شاعرۍ پر فکري اړخونو بحث شوی، ورسره د  رحمان بابا په شاعرۍ کې پر اخلاقياتو،  تصوف، عشق او جمالياتو، انسان دوستۍ او رومانويت څېړنه شوې ده. همدا راز د رحمان بابا د شاعرۍ پر فني اړخونو، اسلوب او صنایعو بدایعو هم څېړنه شوې ده. د رحمان بابا په شاعرۍ کې د دين او مذهب يادونه او قرآني مضامين ذکر شوي دي. د رحمان بابا پر شاعرۍ د احاديثِ کريمه اثرات، تصوفي عقاید، د اسلام ارکان، د رحمان بابا په شاعرۍ کې دمخلوق حقونه، عالم ګیر انساني پيغام، اخلاقیات او اخلاقي رويې هم په ښه ډول څېړل شوې دي. دا اثر د ادبیاتو په ځانګړي ډول د رحمان باب د کلام مینه والو ته  د رحمان پوهنې او د رحمان بابا د شعرو شاعرۍ په برخه کې خورا ډېر نوي مطالب، موضوعات او خبرې لري.
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
https://asa.gov.af/sites/default/files/2022-12/%D8%B1%D8%AD%D9%85%D8%A7%D9%86%20%D8%A8%D8%A7%D8%A8%D8%A7%20%D9%BE%D8%B1%20%D8%B4%D8%A7%D8%B9%D8%B1%DB%8D%20%D8%AF%20%D9%82%D8%B1%D8%A2%D9%86%20%D8%A7%D9%88%20%D8%AD%D8%AF%DB%8C%D8%AB%20%D8%A7%D8%AB%D8%B1%D8%A7%D8%AA.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS