د «نصیحة الملوک» په نوم اثر چاپ شو!

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۴:۲۴
نصیحة الملوک

دغه کتاب چې د ژباړې د مرکز غړي ښاغلي سلیمان اسلام دوست پښتو ته ژباړلی دی، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست لخوا په (۲۴۶) مخونو کې چاپ شو.

«نصیحة الملوک» د امام غزالي (رحمه الله) له پېژندل شويو آثارو څخه یو مهم اثر دی چې د مؤرخینو په وینا نوموړي د هغه مهال د سلجوقي پاچا په غوښتنه د خپل مثمر ژوند په وروستیو، کې یعنې شاوخوا ۹۴۰ کاله وړاندې په فارسي ژبه لیکلی. موضوعات یې د اسلامي احکامو پر بنسټ د عملي حکمت درسونه او د پاچاهۍ او حکومت دارۍ اصول او د شهزادګانو، وزیرانو، درباریانو او نورو چارواکو د ښوونې او روزنې لارې چارې دي.

د کتاب یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د هرې موضوع د ښه تفهیم، مستندولو او د مخاطب د متقاعدولو لپاره یوه په زړه پورې او مناسبه کیسه بیانوي. پر پندونو سربېره، دغه کیسې نور اړین معلومات هم راکوي، مثلاً په تېر کې د بېلابېلو حاکمانو تر منځ د تعامل او سیالیو، د هغه وخت د رسمي او غیر-رسمي تشـریفاتو، د رعیت او علماوو سره د امراوو د چار چلند، تر اسلام وړاندې د دې سیمې د فرهنګ او د پاچاهانو په اړه او دې ته ورته نور جالب او مهم معلومات چې په بېلابېلو څېړنیزو برخو کې ګټه ترې اخیستل کېدای شي، په ډېره ښه او کره توګه وړاندې شوي دي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/.../2023-01/Counsel%20for%20Kings.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS