د اسلامي مالي کوچنیو تمویلاتي شرکتونو عملي تګلاره؛

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
څېړنوال نجیب الله عمري

(علمي – څېړنیز کانفرانس)

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکدارۍ او معاصر مسائلو د مرکز علمي غړي څېړنوال نجیب الله عمري ( د اسلامي مالي کوچنیو تمویلاتي شرکتونو عملي تګلاره) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کانفرانس وړاندې کړ.

اسلامي اقتصاد کې مالي کوچني تمویلاتي شرکتونه:  هغه بنسټونه دي چې  معمولاً د کم عاید درلودونکو وګړو لپاره د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سم کوچني مالي تمویلات ترسره کوي. مالي تمویل د دې شرکتونو عمده هدف ګڼل کیږي، خو ټولنه کې د شغلي فرصتونو ایجاد، غربت سره مبارزه، استعدادونو ته وده، اقتصادي ځان بسیا او داسې نور یې  فرعي اهداف هم ګڼل کیدلی شي. یادو اهدافو ته د رسیدو لپاره دا ادارات له اسلامي عقدنو لکه مرابحه، اجاره، شراکت، مضاربت، سلم، وکالت او داسې نور څخه ګټه اخلي. همدا رنګه له تخنیکي او اداري پلوه هم د ځانګړو پالیسیو په تنظیم سره خپلې چارې داسې تنظیموي، چې د ټولنې شته اړتیاوې هم پوره کړي او د معاملې خطر هم مدیریت کیدای شي. محصولات د بازار غوښتنې او د ربح زیاتوالو ته په کتو ډیزاین کوي.

دا شرکتونه د اسلامي اقتصاد یوه برخه جوړوي؛ بناءً اړتیا ده، چې اسلامي اقتصاد د ترویج او بنسټیز کولو په لړ کې توجه ورته وشي او ښه پیل یې هیواد کې د شته Microfinance  تحویل دی. هېواد کې د میکروفاینسس سکتور فعالتیونه عملا له ۱۳۸۹ څخه پیل شول، چې په ۱۴ ولایاتونو، ۸۲ ولسوالیو کې د ۲،۹۹۴،۷۶۷ مشتریانو په درلودلو سره مخ ته بیولي البته اوس مهال له دې جملې څخه ۹۱،۸۳۰ فعال مشتریان لري. له دې شرکتونو څخه ځینې وار د مخه د اسلامي عقودو پر بنسټ فعالیتونه پیل کړي او عملاً خدمات وړاندې کوي. دې ډګر کې لاهم د تقنیني اسنادو تشه، د ظرفیتونو کموالی، د څار/تفتیش بنسټونو نشتون، بازار موندنه او داسې نور یې ننګونې دي خو د ټولنې مذهبي والی، اسلامي نظام او ځینې نور عوامل یې د فرصتونو په توګه مطرح کیدای شی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS