په مصر کې د محمد مرسي يو کلن حکومت ته کتنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۰:۴۴
څېړندوی عبدالصبور مبارز

(علمي-څېړنيز کنفرانس)

د روان ۱۴۰۱هـ.ل. کال د دلوې مياشتې پر ۲۵مه نېټه د سې شنبې پر ورځ د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالصبور مبارز څېړنوال علمي رتبې ته د ترفيع په موخه (په مصر کې د محمد مرسي يو کلن حکومت ته کتنه) تر سرليک لاندې علمي-څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

دا علمي کنفرانس چې د عجم اوغلو او جيمز رابينسون د اقتصادي بحران تيورۍ په چوکاټ کې ترتيب شوی و، د محمد مرسي واکمني يې په څلورو برخو: سياسي، اقتصادي، حقوقي او کلتوري برخو کې وڅېړله.

سياسي برخه کې د محمد مرسي پر بهرني سياست، سياسي بې ثباتۍ او له پوځ سره يې پر ټکر، اقتصادي برخه کې پر اقتصادي بحران، نړيوالو مرستو، بهرنۍ پانګونې، سويز کانال او سياحت، حقوقي برخه کې پر نوي اساسي قانون، قضايي اصلاحاتو، د محمد مرسي پر حقوقي فرمانونو او نويو قوانينو او کلتوري برخه کې پر رسنيو، تبليغاتو او تعليمي برخو بحث وشو.

اقتصادي بحران، په مصري ټولنه کې نابرابري، په سياست کې د پوځ مداخله، له قضايي قوې سره د محمد مرسي اختلافات، د مدني ټولنې کودتاه، په بهرني سياست کې د ځينو هېوادونو سره ستونزې، د پخواني نظام مهم چارواکي په پوځ او قضاء کې پاتې کېدل او بهرنۍ لاسوهنۍ د محمد مرسي د حکومت د پراځېدو عمده لاملونه ګڼل کېږي.

کنفرانس د غرمې په يوولس نيمو بجو په دعايه سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS