(د محمدظاهر شاه د واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې د فرهنګي وضعیت څېړنه ۱۳۴۲ـــ ۱۳۵۲ل.)

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۱۴:۵۹

( د علمي ــ څېړنیزې رسالې دفاع)

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ټولنیزو علومو مرکز د تاریخ او اتنو ګرافۍ د انستیتوت علمي غړي نوماند څېړنیار سیدمحمدصادق سادات له خپلې علمي ــ څېړنیزې رسال (د محمدظاهرشاه د واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې د فرهنګي وضعیت څېړنه ۱۳۴۲ــ۱۳۵۲ل.) څخه د څېړنیار علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه د پوهانو، څېړونکو او استادانو په شتون کې په بریالۍ توګه دفاع وکړه.

نوموړي استاد په دې علمي ــ څېړنیزه پروژه کې د محمدظاهرشاه د واکمنۍ په وروستۍ لسیزه کې د افغانستان فرهنګي وضعیت په شپږو څپرکو کې په هر اړخیزه توګه څېړلی او په دې دوره کې د فرهنګ په برخه کې پرمختګونه او ستونزې روښانه کړي دي.

دغه علمي رساله د  پایلې، وړاندیزونو او مأخذونو په وړاندې کولو سره راټوله شوي ده.