د بهائیت فرقې په جوړولو کې د پخواني او اوسني استعمار رول

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۱:۱۶
څیړنوال دکتور نورالله کوثر

علمي- څېړنيز کنفرانس

وړاندې کوونکی: څېړنوال دکتور نور الله کوثر

موضوع: زاړه او نوي استعمار تل د فرقو په رامنځته کولو او د اسلامي ټولنو خلکو په انحراف او د هغوی ترمنځ د اختلافاتو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی، چې بهائیت د دې رول څرګند مثال ګڼل کیدی شي، ځکه چې د بهائیت باطله او منحرفه فرقه د استعماري رسنیو په همکارۍ رامنځته شوې ده او نن ورځ په بشري ټولنو کې په پټه او ښکاره توګه خپلې عقیدې ته بلنه ورکوي.

په دې کنفرانس کې د استعمار رول د هغې په جوړولو او وده کې تر څېړنې لاندې ونیول شو، چې د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو وروسته یاد کنفرانس د علمي کمیسیون لخوا مثبت و ارزول شو.