د شلمې پېړۍ په دویمې نیمایي کې د پښتو ادب د پرمختیایي بهیر څېړنه (۱۹۵۱- ۲۰۰۰م)

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴

«د علمي- څېړنیزې رسالې دفاع»

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي څېړنوال سیدنظیم سیدي له خپلې علمي څېړنیزې رسالې ((د شلمې پېړۍ په دویمې نیمایي کې د پښتو ادب د پرمختیایي بهیر څېړنه «۱۹۵۱- ۲۰۰۰م»)) څخه د څېړنپوهۍ علمي پوړ ته د لوړاوي په پار دفاع وکړه.

د دغې علمي- څېړنیزې رسالې په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید؛ په دویم څپرکي کې د شلمې پېړۍ د دویمې نیمايي د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي حالاتو؛ په درېیم څپرکي کې د وخت په اساسي قوانینو او رسنیو کې د پښتو ژبې دریځ؛ په څلورم څپرکي کې د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې د پښتو ادب د صعودي او نزولي سیر بررسي او د هغو د عواملو څېړنه وه؛ څېړنه په یوې پایلې او وړاندیزونو پای ته رسېدلې وه او خپلې سرچینې یې هم ښودلې وې.

دفاعیه د ارزونې د کمیسیون له خوا مثبته وارزول شوه.

د یادونې وړ ده، چې ((د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د پښتو ادب د پرمختیایي بهیر څېړنه «۱۹۰۱- ۱۹۵۰م»)) د ښاغلي څېړنوال سید نظیم سیدي د څېړنوالۍ علمي پوړ ته د لوړاوي په پار لیکلی اثر دی، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه خپور شوی دی.