د فلسفي اسلامپوهنې اساسات

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۲:۳۷

“د علمي- څېړنيزې پروژې دفاع”

د افغانستان د علومو اکاډمي د فلسفې او ټولنپوهنې، علمي غړي، نوماند څېړنیار خیبر سیال د څېړنیاري رتبې ته د لوړاوي په موخه د خپلې علمي څېړنیزې پروژې چې (د فلسفي اسلامپوهنې اساسات) تر سرلیک لاندې یې لیکلې وه په بریالیتوب سره دفاع وکړه، نوموړي د دفاع کمیسیون او د حاضرو استادانو پوښتنو ته قناعت بښونکي ځوابونه ورکړل او په پای کې د دفاع د کمیسیون له خوا د محترم نوماند څېړنیار خیبر سیال دفاع مثبته وارزول شوه.

په یاده پروژه کې د اسلام د ژور عقلانیت څخه برخمن معرفتي او په عین حال کې په فلسفي ژبه د دفاع وړ نظام، د غربي تمدن د انحطاط د نظریې څېړنه او د بالقوه اسلامي تمدن د عروج لامل او د بشریت معاصر وضعیت له انحطاط څخه په ژغورنه کې د هغې ونډه روښانه شوې ده.