د قرآن عظیم الشان د نزول د لمانځغونډې علمي – څېړنیز کنفرانس

یاد کنفرانس د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شو، وروسته د علومو اکاډمي مرستیال ښاغلي شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب « د قرآن کریم فضیلت» په اړه مفصله وینا واوروله او ویې ویل چې: رمضان ګناهونه سوځوي، همدا راز قرآن عظیم الشان هم ګناهونه له منځه وړي» ورپسې یې د القدر سورت په اړه تفصیل ورکړ.
ورپسې ښاغلي څېړنپوه سید حبیب شاکر خپله موضوع « د قرآن کریم د نزول موخې» تر سرلیک لاندې مطرح کړه.
له دې وروسته ښاغلي مولوي نورمحمد محبي کورابي او محترم سرمحقق عبدالوهاب عابد خپل موضوعات « رابطه قرآن کریم با رمضان» او « حقوق قرآن کریم» تر سرلیک لاندې په تفصیل سره وړاندې کړې.
په پای کې پر کنفرانس هر اړخیزه تبصره وشوه، مثبت او ګټور و ارزول شو.
کنفرانس د ارشاد او دعوت مسؤول ښاغلي مفتي محمد اکبر مقسط په دعائیې سره پای ته ورسید.