د ژباړل شويو آثارو د کره کتنې اړتيا او لارې چارې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۹:۳۷
ښاغلي څېړندوی فضل الرحمن عليزي

“علمي – څېړنيز کنفرانس

د پښتو ژبې او ادبياتو انستيتوت د متنپوهنې څانګې علمي غړي ښاغلي څېړندوی فضل الرحمن عليزي «د ژباړل شويو آثارو د کره کتنې اړتيا او لارې چارې» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

په دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس کې د ژباړل شويو آثارو د کره کتنې پر اړتيا او لار چارو باندې بحث وشو، د ژباړل شويو آثارو کره کتنه يوه مهم اړتيا او د وخت غوښتنه وګڼل شوه.

 څېړندوی فضل الرحمن عليزي د دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس په ترڅ کې وويل:« دا چې ژباړه د علمي پرمختګ په برخه کې خورا اړينه او مهمه ده، هغه څه چې زموږ په ژبه کې نشته او نه شو کولای چې د څېړنې يا تحقيق له لارې يې پوره کړو، نو اړتيا ليدل کېږي چې د ژباړې له لارې يې بايد تشه ډکه شي، خو هغه څه چې ژباړل کېږي بايد ځينې معيارونه ورباندې پلي شي او دا کار له کره کتنې پرته ناشونی ښکاري.»

ښاغلي عليزي د خپل علمي ـ څېړنير کنفراس په ترڅ کې په هېواد کې د ژباړل شويو آثارو د چاپ بهير  او د کره کتنې نشتوالي ته د انتقاد ګوته ونیوله او وي ويل:«که له يوې خوا زموږ په هېواد کې د ژباړې بهير ښه په چټکۍ سره روان دی، له نورو ژبو په ځانګړي ډول فارسي، انګليسي او اردو ژبو څخه له کوم ځانګړي معياره پرته بېلابېل آثار را ژباړل کېږي، د بېلابېلو خپرندويو ټولنو له لورې چاپېږي، خو له بلې خوا د ژباړل شويو آثاور د کره کتنې په برخه کې هېڅ هم نه تر سترګو کېږي او نه هم تر اوسه پر ژباړل شويو آثاور باندې د کره کتنې په نوم داسې څه شوي دي چې د بېلګې په ډول دې را وړل شي او يادونه دې ترې وشي.»

  څېړندوی فضل الرحمن عليزي په دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس ‎د افغانستان له علومو اکاډمي څخه د کره کتنې د يوې څانګې د را منځته کولو غوښتنه هم وکړه، تر څو کره کتنې ته پاملرنه زياته شي. کنفرانس د ارزونې کميسيون له لورې مهم او مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS