«د محمد داوود خان د جمهوري نظام بهرنی سیاست» علمي- څېړنيزه پروژه دفاع شوه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۵:۲۶
څېړنیا ولي‌باز آرین

“علمي- څېړنيزه پروژه دفاع”

د افغانستان د علومو اکاډمي د تاریخ او اتنوګرافۍ انسټیټوټ علمي غړي څېړنیا ولي‌باز آرین د څېړندوی علمي رتبې ته د ترفېع لپاره «د محمد داوود خان د جمهوري نظام بهرنی سیاست (۱۳۵۲ ــ ۱۳۵۷ هـ. ل)» له علمي ــ څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړه.

ښاغلي آرین د څېړنې د هدف او اړتیا له بیان څخه وروسته د نوموړې موضوع په اړه د پخوانیو لیکنو لنډه یادونه وکړه.

ده وویل، محمد داوود خان د کودتا په لومړۍ ورځ په خپله وینا کې د هېواد په اړه د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د بهرني سیاست تګلاره څرګنده کړه او ویې‌ویل چې د افغانستان بهرنی سیاست د ناپېیلتوب پر بنسټ دی او له هېڅ نظامي تړون څخه ملاتړ نه کوي. د افغانستان د بهرني سیاست لومړی هدف د ټولې نړۍ له خلکو سره دوستي او سوله ده...

څېړونکي په درېیو برخو کې د افغانستان پر بهرني سیاست بحث وکړ. لومړی یې د سیمې له هېوادونو (پاکستان، ایران، هند او چین)، ورپسې یې له عربي هېوادونو سره د افغانستان اړیکې توضیح او د ناپېیلتوب په غورځنګ کې یې د افغانستان رول څرګند کړ او په پای کې یې د شوروي او امریکا په ګډون له غربي هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو خبرې وکړې او د دې دورې د بهرني سیاست ټولې ځانګړتیاوې یې تشریح کړې او له څېړنې څخه لاسته راغلې پایلې یې هم وړاندې کړې.

په پای کې د دفاع د کمیسیون غړو د رأیو په اتفاق د څېړونکي دفاع مثبته وارزوله او په راتلونکو علمي چارو کې یې د لا ډېر کار او زیار سپارښتنه ورته وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS