"د افغانستان د پرمختګ لار" د علمي _ څېړنیز سیمینار د علمي کمیسیون لومړۍ ناسته وشوه!

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۵:۲۲
د افغانستان د پرمختګ لار

کابل: یکشنبه، 1402/4/25

"د افغانستان د پرمختګ لار" د علمي _ څېړنیز سیمینار د علمي کمېسیون لومړنۍ غونډه د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت په مقام کې جوړه شوه.

په نوموړي مجلس کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د علمي _ څېړنیز سیمینار لپاره پر هغو شاخصونو او موضوعاتو بحث او خبرې وشوې چې په هغو برخو کې د علمي _ تحقیقي مقالو لیکلو اړتیا ده.

د بحث او خبرو په پایله کې (17) شاخصونه وټاکل شول چې په یادو برخو کې به څېړونکي او پوهان علمي _ څېړنیزې مقالې لیکي.

د غونډې برخه وال:

1. سرمحقق دکتور محمد علم اسحق زی د بشري علومو د برخې مرستیال، (د سیمنیار د علمي کمېسیون رئیس.)

2. شیخ الحدیث مولوي امیر جان ثاقب، د طبیعي _ تخنیکي علومو د برخې مرستیال.

3. څېړنپوه برهان الله نیازی، د اسلامي علومو د برخې مرستیال.

4. څېړنوال رفیع الله نیازی، د علومو اکاډمي علمي منشي.

5. څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب، د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رئیس.

6. څېړنپوه شېرعلي تزري، د اجتماعي علومو د مرکز رئیس.

7. څېړنپوه سید نظیم سیدي، د ژبو او ادبیاتو د مرکز رئیس.

8.څېړنپوه محمد یاسین فرهمند، د زراعت د مرکز رئیس.

9. څېړنپوه سید حبیب شاکر، د تفسیر او حدیث د مرکز علمي منشي.

10. څېړنپوه عبدالولي بصیرت، د فقه او قانون د مرکز علمي منشي.

11. څېړنوال رحیم الله حریفال، د بشري علومو د برخې علمي منشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS