د سیاسي پرمختیا د نظریو څېړنه
![](/sites/default/files/2023-09/%DA%9A%D8%A7%D8%BA%D9%84%D9%8A%20%D9%86%D9%88%D9%85%D8%A7%D9%86%D8%AF%20%DA%85%DB%90%DA%93%D9%86%D8%AF%D9%88%DB%8C%20%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%B1%D9%81%DB%8C%D8%B9%20%DA%81%D9%88%D8%A7%DA%A9.jpeg)
“د علمي- څېړنيزې پروژې دفاع”
د افغانستان په علومو اکاډمي کې د ټولنیزو علومو مرکز اړوند د حقوقو او سیاسي علومو د انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی محمدرفیع ځواک څېړندوی علمي رتبې ته د نوماندۍ دورې د رفعکولو لپاره له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې «د سیاسي پرمختیا د نظریو څېړنه» څخه بریالۍ دفاع وکړه او د څېړونکو او ګډونوالو پوښتنو ته یې مثبت ځوابونه ورکړل، چې د دفاع د ارزونې کمېسیون له لوري د رایو په اکثریت بریالۍ وارزول شوه او په دې سره ښاغلی محمدرفیع ځواک د څېړندوی علمي- رتبې مستحق وګڼل شو.
دغه علمي- څېړنیزه پروژه په څلورو څپرکو او ۱۲۱ مخونو کې د ۴۸ مأخذونو په کارولو سره د څېړنوال بخت محمد بختیار په لارښوونه د یوه کال په موده کې بشپړه شوې ده. په دې څېړنیزه سکالو کې په ټوله کې د موضوع پر شالید، د موضوع پر مفاهیمو او کلیاتو او همدارنګه په پرمختللو هېوادونو کې د سیاسي پرمختیا پر نظریو او په مخ پر وده هېوادونو کې د سیاسي پرمختیا پر نظریو څېړنه او تحلیل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په دغه رساله کې په لومړي ځل د سیاسي پرمختیا مطرحې نظریې له تشریحي – تحلیلي میتود څخه په ګټه اخیستنه څېړل شوې دي.