د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ مولوي فرید الدین محمود د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او د اسلامي هیوادونو د علماء کرامو پلاوي سره ولیدل.

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۵۳
غونډه

په دغې ناستې کې د علومو اکاډمي د عمومي رئیس تر څنګ د درې ګونو معاونیتونو مرستیالانو، علمي منشي او د مختلفو ریاستونو رئیسانو، د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي مشر دکتور قطب سانو او ترڅنګ یې د اسلامي هيوادونو يو شمېر علماء کرامو هم ګډون کړی و.

یاد پلاوي په دې کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له امله دوی وکولای شول، چې په ډاډه زړه لیدنې ولري او خپلې چارې ترسره کړي او خوښي یې څرګنده کړه چې افغان حکومت په خپله اډانه کې دیني علماء کرام مسؤلین لري.

هغوی د افغانستان د علومو اکاډمي له مشرتابه سره په تعلیمي او تحقیقي برخو کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه، او د علومو اکاډمي د رئیس له خوا یې تود هرکلی وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS