«له اسلامي امارت سره نړیوال تعامل» تر سرلیک لاندې علمي ناسته جوړه شوه!

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۴:۲۵
له اسلامي امارت سره نړیوال تعامل

کابل، دوشنبه، ۲۹/لړم/۱۴۰۲
د علومو اکاډمـي د بـشري علومو د برخې د مرستیال سرمحقق دکتور محمد علم اسحق زي په نوښت د «له اسلامي امارت سره نړیوال تعامل» تر عنوان لاندې د بشري علومو په معاونیت کې علمي ناسته ترسره شوه.
غونډه د څېړنوال برهان الدین نظامي له خوا د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې سرمحقق دکتور محمد علم اسحق زي د غونډې پرانیستونکې وینا وکړه او په اوسني وخت کې یې د یادې موضوع په اړه د علمي ناستو او غونډو د جوړېدو پر اړتیا خبرې وکړې او دا یې د وخت مهمه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې د هېواد علمي بنسټونو ته په کار ده چې په دغسې موضوعاتو علمي ناستې جوړې کړي. 
د ناستې دویم ویناوال د حقوقو او سیاسي علومو د انستیتوت غړی څېړنوال بخت محمد بختیار و چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې د شته خنډونو او ننګونو په اړه یې رڼا واچوله او په اړونده برخه کې یې وړاندیزونه شریک کړل.
د ویناوو په برخه کې بل ویناوال د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز غړی څېړنوال عبدالشکور سالنګي د اسلامي امارت په هغو مثبتو ټکو خبرې وکړې چې نړۍ مجبوروي چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او په رسمیت یې وپېژني.
له ټاکلو ویناوو څخه وروسته د غونډې برخه والو ته د نظرونو د شریکولو لپاره وخت ورکړل شو او د آزاد بحث په برخه کې څېړونکو او استادانو ته په یاده موضوع خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، د ټولو ګډونوالو ټینګار پر دې وو چې د داسې ناستو لړۍ دې دوامداره او پراخه شي چې د مسؤولینو له لوري د داسې ناستو د دوام ډاډ ورکړل شو او وویل شول چې د دغو علمي ناستو پایلې به له اړوندو وزارتونو او اداراتو سره شریکې شي.
په پای کې د علومو اکاډمي د طبیعي ــ تخنیکي علومو د برخې د مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب له خوا د ناستې ارزونه  وشوه او ویې ویل چې دا ناستې ډېرې مهمې دي او په غونډه کې بحث شوي موضوعات یې علمي او ګټور وبلل او یاده ناسته یې عالي او مثبته وارزوله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS