د افغانستان بېطرفه بهرني سياست په اړه د جوړېدونکي علمي - څېړنيز سيمينار علمي او اداري کمېسيونونو ناسته وکړه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۴:۲۹
د افغانستان بېطرفه بهرني سياست په اړه د جوړېدونکي علمي - څېړنيز سيمينار علمي او اداري کمېسيونونو ناسته وکړه

کابل: ۱۴۰۲/لیندۍ/۶
د افغانستان علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز له لوري د قوس پر ۱۵مه نېټه «د افغانستان بېطرفه بهرنی سياست» ترسرليک لاندې عملي - څېړنيز سيمينار جوړېږي. د دغه سيمينار علمي او اداري کمېسيونونو غړو نن د دوشنبې ورځ د دغه سيمينار د لا ښه تنظيم په موخه غونډه وکړه.
علمي کمېسيون غړو سيمينار ته ليکل شوې څېړنيزې مقالې وارزولې او له ډلې يې غوره څېړنې په سيمينار کې د ارايې لپاره وټاکلې. همدارنګه په سيمينار کې د مقالو د ارايه کولو په طرز هم بحث وشو او پريکړه وشوه چې د مقالو ارايه کوونکو ته دې په دې اړه لارښوونې وشي. همدارنګه د سيمينار پر اجنډا، د ميلمنو پر لست او نورو علمي موضوعاتو هم بحث وشو.
اداري کمېسيون هم د بېنر، سيمينار تالار په ترتيبولو، میلمنو ته د قرطاسيې او کتابونو په ترتيب او د غرمنۍ په چمتو کولو بحث وکړ. همدارنګه د سيمينار د ښه تنظيم په موخه د نظم او دسپلين يوه کمېټه هم رامنځته شوه.