په افغانستان کې د تولیدي او توریدي سمنټو په اړه څېړنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۵:۷

د افغانستان د علومو اکاډمي، د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو مرکز، د کیمیا انستیتوت علمي غړي، د روان ۱۴۰۲ هـ.ل کال د کب پر ۱۵مه نېټه، ښاغلي نوماند څېړنیار سید‌جمال الدین روحاني "په افغانستان کې د تولیدي او توریدي سمنټو په اړه څېړنه" تر عنوان لاندې علمي – څېړنیزې پروژې څخه څېړنیار علمي رتبې ته د ترفیع لپاره په کیمیا انسټیټوټ کې خپله دفاع د ټاکل شوي کمېسیون په حضور کې وړاندې کړه.

ښاغلي روحاني وویل: سمنټ دا مهال د آبادۍ بنسټیز جز ګڼل کېږي او په نړۍ کې د ودانیزو چارو لپاره د خورا مهمو توکو له ډلې څخه دي. دغه ماده د نورو با ارزښته موادو ترڅنګ د نړیوالو صنعتي تولیداتو یوه مهمه برخه بلل کېږي. د هېوادونو په پرمختګ او ودانېدلو کې له کلونو راپه دېخوا پراخه ونډه لري او د تمدونونو له پرمختګ سره سمنټو ته اړتیا د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاته شوې ده. اوس مهال په ټوله نړۍ کې د یو کال په اوږدو کې شاوخوا څلور میلیارده ټنه سمنټ کارول کېږي چې له دې جملې څخه افغانستان د کال شاوخوا پينځه میلیونه ټنه سمنټو ته اړتیا لري چې د یو کال په اوږدو کې یوازې 5.0 میلیونه ټنه یا له هغه څخه هم کم سمنټ د هېواد د ننه تولیدیږي او پاتې ټول د اړتیا وړ سمنټ له بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه واردیږي. لکه څرنګه چې دغه مواد د یوې اوږدې مودې لپاره کارول کېږي؛ نو ځکه یې د پایښت، کیفیت او څرنګوالي معلومول خورا اړین کار دی چې له همدې کبله په دې څېړنه کې په هېواد کې تولیدي او توریدي سمنټ د کیفیت او ځانګړتیاوو له پلوه تر مطالعې لاندې نیول شوي دي. دا څېړنه په کمي- کیفي میتود ترسره شوې ده، د تولیدي او توریدي سمنټو له مختلفو ډولونو څخه نمونې اخیستل شوې او له تحلیل او ارزونې وروسته د دغه سمنټو کیفیت له معیارونو سره پرتله شوی دی. دغه علمي – تحقیقي رساله «په افغانستان کې د تولیدي او توریدي سمنټو په اړه څېړنه» د افغاني ټولنې اړتیاوو ته په کتو لیکل شوې ده. دا رساله پر سریزه سربېره د پینځو په څپرکو کې لیکل شوې ده او د څېړنې د پایلو او مآخدونو په وړاندې کولو سره پای ته رسېدلې ده. دغه رساله پهخپله محتوا کې 16 جدولونه او 17 شکلونه لري. د ویلو وړه ده چې سمنټ زیاتې بڼې لري چې په دغه رساله کې یوازې د پورټلنډ سمنټو معمولي بڼه تر څېړنې لاندې نیول شوې ده. دا سمنټ هغه نښلیدونکي مواد دي چې آهکو، رس خاورو، سلیکان دای اکساید، ځمکنیو عناصرو او اکسایدونو ته له 1400 تر 1500 سانتی ګراده تودوخې په ورکولو سره لاسته راځي. سمنټ یوه پراخه تاریخي مخینه لري چې له میلاد څخه 300 کاله وړاندې په روم کې کارول شوي دي او د وخت په تېرېدو سره د سمنټو کیمیاوي ترکیب ته د بېلابېلو موادو په ور زیاتولو سره د سمنټو بېلابیل ډولونه ترلاسه شوي دي. په 1980م کال کې جوزف آسپدین د لومړي ځل لپاره HPC(High performance cement) سمنټ یا زیات مقاومت درلودونکي سمنټ معرفي کړل او نوموړي عالم په 1988میلادي کال کې له فعال شوي پوډر څخه کانکرېټ ترلاسه کړل. د سمنټو له تولید سره سم د سمنټو په کیمیا کې د پام وړ پرمختګ را منځ ته شو. د سمنټو صنعت په نړۍ کې د تولید او تورید په برخه کې ځانګړی ارزښت لري او د سمنټو تولید په تدریجي توګه د زیاتېدو په حال کې دي. په  2010 م کال کې چین د نړۍ له ټولو اړتیا وړ سمنټو څخه د 38 سلنه سمنټو په تولیدولو لومړی مقام همدارنګه هند او د امریکا متحده ایالاتو په ترتیب سره د ټولې نړۍ د 7  او 3 سلنه سمنټو په تولیدولو سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړي وو. د سمنټو د ځانګړتیا او کیفیت معلومولو په موخه بېلابېل ټېسټونه کېږي چې دغو ټېسټونه په وسیله تر ډېره د سمنټو د فزیکي ځانګړتیاوو، لکه فشاري مقاومت، نرمي، نارمل ثبات، مخصوص وزن او کیمیاوي ځانګړتیاوو په برخه کې د سمنټو کیمیاوي ترکیب معلومیږي.  افغانستان هم د نورو هېوادونو په‌شان د سمنټو په کارولو کې ځانګړې تاریخي مخینه لري. په دې هکله تاریخي مطالعات دا څرګندوي چې زموږ په هېواد کې هم خلک د داسې ساختماني موادو په جوړولو باندې توانېدلي وو چې د فشار په وړاندې به یې مقاومت درلود او له اوبو سره د یوځای کېدو پر مهال به یې هم خپل مقاومت ساته. پخواني لرغوني آثار، لکه د بامیانو بند امیر چې د نړۍ لومړنی قوسي بند دي، په هلمند ولایت کې د بست کلا چې له ډېرو پخوانیو کلاګانو څخه ده، په هرات ولایت کې د جام منار چې پراخه تاریخي مخینه لري او په غزني ولایت کې د غزنه منارونه دغه مطلب په ښه توګه روښانه کوي. د 1337 او 1342 هـ. ش کلونو په اوږدو کې د سمنټو د تولید دوو کارخونو د محمد ظاهرشاه په وخت کې ښه پروان او بغلان کې په کار پیل وکړ. د دغو کارخونو سمنټ د نوعیت له مخې (400 OPC) مارک سمنټ وو چې د خپلو لومړنیو موادو د لوړ کیفیت په سبب د نړۍ په کچه بهترین سمنټ ګڼل کېدل. سمنټ بېلابېل ډولونه لري چې د ترکیب له پلوه یو له بل سره زیات توپیر نه لري، خو کارونې ته په کتو یې په ترکیب کې بدلونونه راوړل کېږي. په پروټلنډ سمنټو کې د کلسیم، سلیکان، المونیم او اوسپنې پر اکسایدونو سربېره مګنیزیم اکساید او نور قلوي اکسایدونه هم شتون لري. د سمنټو تولید په یوه سیمه کې د رسوبي ډبرو په شتون پورې اړه لري چې کلسیم کاربونیټ پکې اړین رول لوبوي. په هغو ځایونو کې چې هغلته د سمنټو کارخونې جوړول په پلان کې وي، لومړی باید د هغه ځای د چونې ډبرې یا کلسیم کاربونیټ د کیفیت له پلوه په هر اړخیزه توګه و ارزول شي. سمنټ د څو مرحلو په اوږدو کې جوړېږي چې د دې مراحلو له جملې څخه د سمنټو د جوړېدو شپږو اصلي مرحلې له معدنونو څخه د خامو موادو رااېستل، د مخلوط کولو په موخه د دې موادو ژرنده کول، لومړۍ تودوخه ورکول، په کوره کې تودوخه ورکول، د کلینیکر جوړول او بسته بندي کول دي. د سمنټو د کیفیت کنترول د هغو مهمو فکتورونو له جملې څخه دي چې په پام کې نیول یې د دغه صنعت په پرمختګ کې زیاته ونډه لري. د سمنټو د کیفیت کنترول د دې لپاره اړین ګڼل کېږي چې پر دغه صنعتي توکي د پېرودونکو اعتبار پیدا شي، چاپریال ته د دغه توکي د ضرر رسولو په کموالي اطمینان ترلاسه شي او همدارنګه دا ډاډ ترلاسه شي چې د سمنټو د جوړولو پر مهال معیارونه تر کومې کچې په پام کې نیول شوي دي. د پورتنیو ټکو په پام کې نیولو سره په نړۍ کې د سمنټو د کیفیت د کنترول په برخه کې نړیوال سټنډرونه، د ASTMc سټنډرونه، د اورپایي اتحادیې سټنډرونه او دغه راز د هر هېواد ځانګړي سټنډرډونه تصویب شوي دي چې په دې څېړنه کې له ASTMc  سټنډرډ او AS یا افغان سټنډرډ څخه کار ګټه اخیستل شوې ده. د څېړنې علمي او عملي کارونه په معادن او پټرولیم وزارت د افغانستان په علومو اکاډمي او سنډرډ ملي اداره کې ترسره شول. په څېړنه کې د تولیدي او توریدي سمنټو 8 نمونې په پام کې و نیول شوې کومې چې د افغانستان په بازارونو کې له زیاتې مودې را په دېخوا دود دي. د څېړنې په پای کې لاسته راغلي ارقام او آمار د مستقیمې لیدنې، عددي تحلیل، د ځانګړتیاوو د تحلیل او د بېلابېلو ګرافونو د جوړولو په وسیله یو له بل سره پرتله شول. لکه څرنګه چې سمنټ د ساختماني او ودانیزو پروژو لپاره خورا اړین توکي ګڼل کېږي، نو پر دې اساس د څېړنې په ترسره کېدو کې هڅه شوې چې علمي موضوعات او د تحقیق پایلې په علمي او سیستماتیک ډول وړاندې کړو په دې څېړنه کې د تولیدي او توریدي سمنټو فزیکي ځانګړتیاوې، لکه نرمي، کاذبه ځان نیونه، د ځان نیونې وخت او فشاري مقاومت وڅېړل شول چې په دغه برخه کې له یادې څېړنې د پام وړ پایلې ترلاسه شوې. سربېره پردې په دغه علمي تحقیقي پروژه کې په افغانستان کې د تولیدي او توریدي سمنټو د کیمیاوي ځانګړتیاوو په لړ کې د یادو سمنټو په ترکیب کې د کلسیم، مګنیزیم، سلیکان، اوسپنې، سلفر،  پوتاشیم، سوډیم او ځینو نورو اکسایدونو کچه وټاکل شوه. دا ټاکنه د سپکترومیتر په وسیله ترسره شوه چې یاد ماشین د دقت او سرعت له نظره خورا غښتلي ماشین دي. د کیمیاوي تحلیل په پایله کې جوته شوه، هغه اکسایدونه چې د سمنټو د کلکوالي، فشاري مقاومت د زیاتوالي او نورو ښو ځانګړتیاوو سبب کېږي، د تولیدي سمنټو په ترکیب کې په زیاته کچه لیدل کېږي چې په دې سره دا باور او یقین ترلاسه کېږي چې په هېواد کې تولیدي سمنټ له خورا لوړ کیفیت څخه برخمن دي. لکه څرنګه چې اقتصاد او پراختیا له علمي او تحقیقي څېړنو سره مستقیمه اړیکه لري د دې څېړنې پایلو وښوده چې په هېواد کې تر ډېره توریدي سمنټ د پراختیایي پروژو او ساختماني چارو په ترسره کولو کې کارېږي ، حال داچې په هېواد کې تولیدي سمنټ هم شتون لري. د دې لپاره چې د تولیدي سمنټو په هکله ملي باور ترلاسه شي دا پرتلیزه څېړنه ترسره شوه ترڅو د کیفیت له اړخه تولیدي سیمنټ له توریدي سمنټو سره  پرتله شي، د توریدي سمنټو د ضعف او قوت ټکي په ګوته شي او په تولیدي سمنټو کې د ضعف د ټکو په اصلاح سره د دغه توکو صنعت پراختیا پیدا کړي. داچې په دغو سمنټو کې د سلیکان ډای اکساید او سلفر ترای اکساید کمی او ورته نورې نیمګړتیاوې اصلاح شي نو په دې څېړنه کې پرته له شکه پورتنۍ موخه ترلاسه کیږي او د سمنټو په برخه کې د ځان بسیاینې په لور خوځښت راځي. له نېکه مرغه په هېواد کې د سمنټو تولیدي وړتیا شتون لري، په بغلان ولایت کې د دودکش، سرخ آب او پلخمري کانونه، په هرات کې د بینوش، چورتاق، دود سنجر کانونه او په بادغیس کې د لامل کان ټول هغه کانونه دي چې په میلیونه ټنه د سمنټو لومړني توکي لري او د زیاتو کلونو لپاره په هېواد کې د سمنټو اړتیا پوره کولای شي.

ښاغلي روحاني د دفاع په وروستۍ برخه کې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او په اخر کې یې د څېړونکو او استاذانو له لورې مطرح شویو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

په پای کې د ارزونې د کمیسیون له لورې یاده دفاعیه د رأیو په اتفاق، تائید او مثبته وارزول شوه.