د فیروز کوه انسټیټوټ د افغانستان د هنري کلتور د پېژندنې په موخه د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافي په څېړنیز موزیم کې ۷۰ آثار نندارې ته وړاندې کړل
![د فیروز کوه انسټیټوټ د افغانستان د هنري کلتور د پېژندنې په موخه د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافي په څېړنیز موزیم کې ۷۰ آثار نندارې ته وړاندې کړل](/sites/default/files/2024-05/%D8%AF%20%D9%81%DB%8C%D8%B1%D9%88%D8%B2%20%DA%A9%D9%88%D9%87%20%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%DB%8C%D8%AA%D9%88%D8%AA%20%D8%BA%D9%88%D9%86%DA%89%D9%87.jpg)
غونډه د علومو اکاډمۍ د حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله مخلص له خوا د قران عظيم الشان د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د بشري علومو د څانګې مرستيال څېړنپوه دکتور محمد عالم اسحاقزي پرانستې وینا وکړه، ښاغلي اسحاقزي د فیروز کوه انسټیټوټ له مسؤلینو څخه د دغه ډؤل نندارتون د جوړولو لامله مننه وکړه او و یې ویل: دغه نندارتون به د دواړو کلتوري بنسټونو په همغږۍ هیوادوالو ته د هیواد لرغونی ملي کلتور ور وپېژني.
ورپسې د کوشانیانو د نړیوال څېړنيز مرکز مشر څېړنپوه کتاب خان فيضي وينا وکړه او له هغه وروسته د فیروز کوه فرهنګي انسټیټوټ بنسټګر محمد شکېب سخي زاده د خپل انسټیټوټ د فعالیتونو په اړه وینا وکړه.
وروسته د فيروز کوه انسټيټوټ رئیس احمد جاويد پایا د دغه انسټیټوټ د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د څه باندې اوه سوه زره (۷۰۰) افغانيو په ارزښت (٧٠) هنري آثار چې د هېواد د لاسي صنايعو توليدات دي، په اتنوګرافي څېړنیز موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي دي. هغه زیاته کړه: هغه کسان چې له دې موزیم څخه لیدنه کوي او یا د افغانستان د صنعت او کلتوري عنعناتو په اړه څیړنه کوي د افغانستان د لرغوني کلتور د معرفي کولو لپاره ښه فرصت دی.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب د اتنوګرافي موزیم په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او په پای کې یې د فیروز کوه انسټيټوټ مشر احمد جاوید پایا ته ستاینلیک هم ورکړ شو. غونډه د ارشاد او دعوت ریاست سرپرست مولوي عبدالکبیر احمدي په دعائیې سره پای ته ورسېده.