د هېواد د ځينو ژبو له یېګانو سره د ګوري ژبې د یېګانو پرتلنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۰:۴۲
څېړندوی شریف الله سانېن

علمي- څېړنیز کنفرانس

د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی شریف الله سانېن "د هېواد د ځينو ژبو له یېګانو سره د ګوري ژبې د یېګانو پرتلنه" پر موضوع علمي- څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمۍ د پوهانو او څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ.

د دې علمي- څېړنیز کنفرانس په پیل کې سریزه، د څېړنې اهمیت او مبرمیت، د څېړنې موخه او د څېړنې روش وړاندې شول او له هغې وروسته د هيواد د ځينو ژبو له یېګانو سره د ګوري ژبې د یېګانو پر پرتلنه او ارزونه بحث او خبرې وشوې چې د ګوري ژبې یېګانې په کې د علمي اصولو او موازینو په نظر کې نیولو سره د نورو ژبو له یېګانو سره د بېلابېلو اړخونو له مخې پرتله او وارزول شوې او د ژبې د لیکني نظام د یوې اساسي برخې په توګه په کې د یېګانو اړتیاوې، موجوده ستونزې، التباسونه، ګرافیمي توپیرونه او مناسب ګرافیمونه وښودل شول.

په دغه علمي- څېړنیز کنفرانس کې د ګوري ژبې یېګانې وپېژندل شوې او د ځينو نورو ژبو (پښتو، دري، نورستاني، بلوچي، پشه‌يي او شغناني) له یېګانو سره یې د ګوري ژبې د یېګانو پر غږیز او ګرافیمي ګډوالی او د یېګانو د نومونو او ځينو ګرافیمونو پر توپیر بحث او توضیحات وړاندې کړل.

په ياد کنفرانس کې د پښتو، دري، نورستاني، بلوچي، پشه‌يي او شغناني ژبو له یېګانو ســره د ګوري ژبې د یېګانو د پرتلیز بحث او څېړنې د پایلې په توګه څېړونکي د موضوع مهم پرتلیز اړخونه او څرګندونې په دې توګه وړاندې کړل:

له ګوري پرته په دغو نورو ژبو(پښتو، دري، نورستاني، بلوچي، پشه يي او شغناني) کې د یېګانو لومړنۍ او اساسي ستونزه دا ده چې نومونه یې ناسم او غیر علمي دي چې د همدغو ناسمو نومونو پر اساس د ژبې ویونکي د یېګانو په کارونه کې له ستونزو سره مخامخ دي او لکه د نورو تورو په څېر یې په اسانۍ سره په خپلو ځایونو کې نه شي کارولای.

ګوري ژبه شپږ یېګانې لري چې د هرې (یې) ګرافیم یې د خپلو علمي اصولو او ځانګړنو له مخې د کلمې په هر موقعیت (سر، منځ، پای) کې په خپله ځانګړې بڼه لیکل کېږي، یوازې یوه ګرافیمي ستونزه لري چې د (i=ي) او (y=ی) یېګانو ګرافیمونه یې د کلمې په پیل او منځ کې په یوه بڼه لیکل کېږي او توپیر یې نه کېږي، خو د ګوري ژبې په پرتله بیا د دغو نورو ژبو په یېګانو کې ګرافیمي ستونزې ډېرې دي چې په لیک یې ستونزې او التباسونه رامنځته کړي دي. د بېلګې په توګه: په دغو ژبو کې د (ê) غږ لپاره ځانګړی ګرافیم نه شته، د (y) او (ay)  دواړو غږونو لپاره تر ډېره یو ډول ګرافیم (ی) کارول کېږي، د(ê) او (e) غږونو لپاره هم تر ډېره یو ډول ګرافیم (ې) کاروي او په همدې ډول د کلمو په پیل او منځ کې یې د (i)، (y)  او (ay) غږونو ګرافیمونه په یوه بڼه لیکل کېږي او توپیر یې نه کېږي. همدارنګه په پښتو کې د علمي اصولو خلاف د یوه غبرګغږ (əy) لپاره دوه ځانګړې ګرافیمونه (ۍ) او (ئ) وضع شوي دي چې دا هم یوه ستونزه ده. پر دغو ستونزو سربېره په دغو ژبو کې ګرافیمي توپیرونه هم شته چې د یو ځانګړی ګرافیم په یوه ژبه کې د یوه ځانګړې غږ لپاره وضع شوی او په بله ژبه کې د بل ځانګړي غږ لپاره وضع شوی دی چې د ګډو ګرافیمونو په عامه پوهاوي کې یې ستونزه رامنځته کړې ده، البته که دغه توپیر د ګوري ژبې د ځينو یېګانو د توپیري ګرافیمونو په څېر د علمي اصولو او موازینو پر اساس د ګرافیمونو د التباس او لیکنۍ ستونزې د حل په موخه شوی وای، بیا دا یوه ستونزه نه، بلکې یو ګټور او پر ځای علمي اقدام و، خو له بده‌مرغه چې داسې مثبت اړخ نه لري.

ټولې ژبې په خپل لیکني نظام کې د علمي اصولو او معیارونو پر اساس د یېګانو ځانګړو ګرافیمونو ته اړتیاوې لري، خو له بده‌مرغه چې د ګوري په پرتله د دغو نورو ژبو د یېګانو په برخه کې ډېرې ستونزې او نیمګړتیاوې شته، چې پر همدې بنسټ یې د ژبې ویونکي د یېګانو په کارونه او لیک کې له بېلابېلو ستونزو او التباسونو سره مخامخ کړي دي.

په پای کې یې له معمول سره سم د څېړنې پایله، وړاندیزونه او مأخذونه وړاندې شول او د څېړونکو، پوهانو او استادانو پوښتنو ته مقنع ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۲۱
Background image

د سیمې د اوسني وضعیت په اړه تحلیلي کنفرانس وړاندې کړ

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز له لوري د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه تحلیلي کنفرانس وړاندې کړ. کنفرانس د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د هېواد د ځينو ژبو له یېګانو سره د ګوري ژبې د یېګانو پرتلنه

“علمي- څېړنیز کنفرانس” د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی شریف الله سانېن "د هېواد د ځينو ژبو له یېګانو سره د ګوري ژبې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS