له افغانستان اسلامي امارت سره د ازبکستان او ترکمنستان د تعامل د پراختیا انګېزې

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
علمي غړي رحمت الله همت

"علمي څېړنیز کنفرانس"

د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي رحمت الله همت مظلوم یار لخوا د ۱۴۰۳هـ ش کال چنګاښ پر ۲۳ نېټه « له افغانستان اسلامي امارت سره د ازبکستان او ترکمنستان د تعامل د پراختیا انګېزې» تر عنوان لاندې کنفرانس وړاندې کړ. کنفرانس د قران عظیم شان په تلاوت سره پیل شو. نوموړي له افغانستان اسلامي امارت سره د ازبکستان او ترکمنستان د تعامل د پراختیا سیاسي، امنیتي او اقتصادي انګېزو باندې بحث وکړ.

دا چې افغانستان اسلامي امارت د ۲۰۲۱ز کال اګست پر ۱۵ بیاځلې واک ته ورسیده، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان اسلامي امارت سره اړیکې پراخه کړې چې مهمه انګېزه یې افغانستان اسلامي امارت د واقعیت په توګه منل دی. دا چې په افغانستان مرکزي قوي حکومت رامنځته شوی امنیت خوندي دی او د افغانستان له خاورې د مرکزي آسیا هېوادونو ته ګواښ نشته او افغانستان اسلامي امارت ژمنه کړې ده چې هیڅ هېواد ته به د افغانستان له خاورې څخه ګواښ متوجه نه وي، نو د مرکزي آسیا هېوادونو هم له افغانستان اسلامي امارت سره اړیکې او تعامل پراخه کړ.

د افغانستان مصرفي مارکیت، له ازبکستان او ترکمنستان څخه د برېښنا، نفت او ګازو پېرل، افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابریدل او د سویلي او مرکزي آسیا ترمنځ د نښلوونکي پله په توګه د افغانستان موقعیت هغه اقتصادي انګېزې دي، چې له افغانستان اسلامي امارت سره د ازبکستان او ترکمنستان اړیکې پراخه شوې دي. ازبکستان د ترانزیټ برخه کې ترانس ـ افغان ریل پټلۍ جوړېدو لېوالتیا لري د بل لورې ترکمنستان هوډ لري د ټاپي ګازو نل ليکې او ټاپ ۵۰۰ برېښنا لېږد پروژو په شان اقتصادي پروژې پلې کړې.

د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو له لوري ګڼې پوښتنې وشوې چې د کنفرانس د وړاندې کوونکي له لوري ورته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.

کنفرانس په اختتامیې دعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS