د افغانستان د علومو اکاډمي د ارشاد او دعوت ریاست په مشرۍ د کنفرانسونو په تالار کې د اصلاحي بیان غونډه ترسره شوه!
یاده غونډه د علومو اکاډمي حقوقي سلاکار قاري رحمت الله مخلص لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب د فرامینو د منلو او تطبیقولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې، ورپسې د علومو اکاډمي د ارشاد او دعوت رئیس مفتي محمد اکبر مقسط اصلاحي او تربیتي وینا وکړه.
غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده.