د نافع کابلي رحمه الله حديثي خدمات

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۱۲

«د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع»

د افغانستان علومو اکاډمۍ، د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز د حديث او علوم حديث انسټیټوت د علوم حديث څانګې غړي نوماند څېړنيار احسان الله "حليمي" د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې (د نافع کابلي رحمه الله حديثي خدمات) تر سرلیک لاندې د علومواکاډمۍ د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون پر وړاندې خپله دفاعیه وړاندې کړه.

دا علمي – څېړنیزه رساله په سریزه، څلورو څپرکو، پایلې وړاندیزونو او د مأخذونو مشتمله ده:

په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید ته کتنه شوې.

په دویم څپرکي کې د نافع کابلي رحمه الله پېژندنه شوې، ژوندلیک؛ استادان او شاګردان، د نافع کابلي رحمه الله په اړه د علماوو څرګندونو باندې بحث شوی دی.

په درېیم څپرکي کې د نافع کابلي رحمه الله د سلسلة الذهب د مرویاتو څېړنه شوې، د نافع کابلي رحمه الله د سلسلة الذهب مرویاتو سندي څېړنه، د نافع کابلي رحمه الله د سلسلة الذهب مرویاتو متني څېړنې باندې بحث شوی دی.

په څلورم څپرکي کې د نافع کابلي رحمه الله د مرویاتو شمیر، د حدیثو په کتابونو کې د نافع کابلي رحمه الله د مرویاتو شمیر، د نافع کابلي رحمه الله د مرویاتو مکانت او منزلت باندې بحث شوی دی.

په پای کې د دې علمي ـ څېړنیزې پروژې پایله، وړاندیزونه او په رساله کې کارول شوي مأخذونه راوړل شوي دي.

د دې علمي ـ څېړنیزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکي له خوا د څېړونکو، ګډونوالو او د کمیسیون د غړو پوښتنو ته قناعت کوونکي ځوابونه وویل شول.

د غونډې په پای کې د یادې علمي ـ څېړنیزې پروژې د دفاع د ارزونې کمیسیون له لوري د رایو په اتفاق سره دا څېړنیزه پروژه مثبته وارزول شوه او څېړونکی یې له نوماند څېړنيار علمي رتبې څخه د څېړنيار علمي رتبې ته د ترفیع وړ وباله.