د کابل مجلې د ۱۴۰۳ کال دویمه ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۴۰
د کابل مجلې د ۱۴۰۳ کال دویمه ګڼه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په خپرونو کې «کابل مجله» تر ټولو لرغونې مجله ده چې تازه يې د ۱۴۰۳ لمریز کال دویمه ګڼه چاپ شوې ده. کابل مجله چې پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې ده، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، علمي ـ څېړنیزه چاپي خپرونه ده چې د ژبپوهنیزو، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د هېواد د څېړونکو، پوهانو او فرهنګپالو علمي ـ څېړنیزې مقالې او لیکنې خپروي.

په دې ګڼه کې چې تازه چاپ شوې ده، دا لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې چاپ شوې دي:

1. په کیسه ییز ادب کې د پېښو ارزښت    څېړنپوه دوکتور سید نظیم سیدي

2. په پښتو ژبه کې د نوم اوښتې (مغیره) بڼه    جاويد آفتاب

3. د علمي مقالې لیکنې لارې چارې   پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي

4. پر پښتو ادب د مولانا جلال الدین محمد بلخي اغېز    څېړنپوه محمد نبي صلاحي

5. د طاهر کلاچوي عرفاني شاعري ته کتنه    پوهنيار محمدولي الهام

6. په پښتو شعر کې د اپلاتوني عشق څرکونه    پوهندوی ګل رحمن رحماني

7. سيوري او په ادبیاتو کې د هغه څرکونه    محمد اکبر کرګر

8. په ژبه کې پیوریزم Purism (نګه توب) ته د پاملرنې اړتیا څېړنوال وجیه الله شپون

9. د منشي احمد جان د نثر ځانګړنې    څېړندوی بشرمل زرغون

10. د شمس الدین کاکړ په دیوان کې اجتماعي نظریات     پوهنمل شېرمحمد غلجی

11. د کاظم خان شیدا د شاعرۍ برجسته مصرعې     څېړندوی احسان الحق کبیر

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-03/kabul%20quarterly%20journal%20no.%202%20Year%201403.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS