د قزاقستان هېواد له استاذي سره د علومو اکاډمي د مشرتابه ناسته وشوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب چې د علومو اکاډمي فرهنګي رئیس، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز رئیس او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس یې ملتیا کوله، د قزاقستان هېواد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ د رئیس ښاغلي دکتور یرکین توکوموف سره په علومو اکاډمي کې ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره علمي، اکاډميکو او فرهنګي اړیکو په اړه مهمې خبرې اترې وشوې.
او دواړو لوريو د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ او هيله يې وښوده چې په علمي ، فرهنګي او ټولنيزو برخو کې اړيکې لا پیاوړې شي.