د افغانستان د علومو اکاډمۍ طبي پلاوی د زلزله ځپلو لپاره د همکارۍ په پار ختیځ ته لاړ
د افغانستان د علومو اکاډمي طبي پلاوی د زلزله ځپلو سره د مرستې په پار ختیځ ته لاړ
کابل – د افغانستان د علومو اکاډمي د لوی رئیس، شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود صاحب، د ځانګړې لارښوونې پر اساس د علومو اکاډمي د درې ګونو معاونیتونو او د سرې میاشتې په همغږۍ، د ختیځ زون د زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پایله کې پرېکړه وشوه چې یو طبي پلاوی دې د نغدي مرستو ترڅنګ، د زلزلې سیمو ته واستول شي. دغه ټیم به د ټپیانو درملنه، د ناروغانو څارنه او د اړتیا وړ طبي خدمات ترسره کړي.
د علومو اکاډمي مسؤلین وایي چې د مرستو بهیر به یوازې په دې ټیم پای ته ونه رسېږي، بلکې په راتلونکو دوو ورځو کې به نور طبي ټیمونه او مرستې هم له کابل څخه ختیځ ته ولېږدول شي، څو د زلزله ځپلو پر وخت مرسته وشي.
د یادونې وړ ده چې د دې پلاوي استول یوازې یوه رسمي کړنه نه، بلکې د ملي یووالي، ورورولۍ او انساني همدردۍ ښکاره بېلګه ده.