د حاد روماټیک تبې بررسي

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۵۷
د حاد روماټیک تبې بررسي

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردګ (د حاد روماټیک تبې بررسي) تر عنوان لاندې علمي - څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمي علمي غړو په حضور کې وړاندې کړ.

د کنفرانس خلاصه

موخه: د حاد روماټیک تبې د اپیډیمولوژیکو خطري فکټورونو، تشخیصیه او درملیزو میتودونو او همدارنګه ناوړه پایلو او وقایوي لاروچارو بررسي او په اړه یې هېوادوالو ته د اړینو او ګټورو معلوماتو، وړاندیزونو او حل لارو وړاندې کول دي.

اهمیت او مبرمیت: که چېرته پر وخت تشخیص او درملنه نه شي، نو کېدلای شي د هېوادوالو د معلولیت، معیوبیت او حتی مړینې لامل شي، نو له همدې کبله په ملي او نړیواله کچه په ځانګړي ډول مخ پر وده هېوادونو کې یوه حیاتي موضوع ګڼل کېږي، نو همدې اهمیت او مبرمیت ته په کتو اړینه ده چې د نوموړې ناروغۍ خطري فکټورونو، کلینیکي نښونښانو، انتقالي لارو چارو، تشخیص، ناوړه پایلو، درملیزو میتودونو او وقایوي تدابیرو ټول اړخونه بررسي شي.

تعریف: حاد روماټیک تبه یوه سیسټمیک اوټوایمون ناروغي ده چې د Streptococcus Beta hemolytic Group A انتان په وړاندې د معافیتي عکس العمل په پایله کې رامنځته کېږي.

اپیډیمیولوژي: په نړیواله کچه له 29.7 – 43.1 میلیون پورې کسان د حاد روماټیک تبې له کبله د زړه په روماټیک ناروغۍ اخته دي چې له دې ډلې څخه په کلني ډول له 300000 څخه لوړه مړینه رامنځته کوي. د عمر له مخې حاد روماټیک تبه عمدتاً د 5 – 15 کلنو ماشومانو کې رامنځته کېږي. د جنسیت له مخې کوم وضاحت شتون نه لري، خو د زړه روماټیک ناروغۍ د نارینه په پرتله په ښځینه جنس کې معمول وي حتی ځینې وختونه دوه برابرو ته رسېږي. مخ پر وده هېوادونو کې د نورو هېوادونو په پرتله ډېره معمول ده (100 / 100000).

کلینیکي بڼه: د حاد روماټیک تبې غټ کلینیکي تظاهرات د Carditis، Polyarthritis، Chorea، Erythemamarginatum او Subcutaneous nodules څخه عبارت دي او کوچنۍ موندنې یې له Arthralgia، د ESR او CRP لوړوالي، تبې او د PR انټروال له اوږدوالي څخه عبارت دي.

تشخیص: د نورو پلټنو ترڅنګ د دوو لویو یا یوې لویې او دوو کوچنیو کلینیکي تظاهراتو د شتون پر بنسټ کېږي.

درملنه: د حاد روماټیک تبې درملنه عرضي ده، خو د اعراضو دکنټرول لپاره له انتخابي انټي بیوټیکو، انلجزیکو او سټروییدو څخه ګټه پورته کېږي او همدارنګه د ناروغ اوږدمهاله څارنې او وقایوي تدابیرو ته باید زیاته پاملرنه وشي .

وقایه :د حاد روماټیک تبې وقایه د ټولو خطري فکټورونو له منځه وړلو او د تکراري حملو مخنیوي ته شاملېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS