په افغانستان کې د بېدیاوو جغرافیایي پراختیا څرنګوالی
د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو مرکز د هایدرومیتیورولوجي انستیتوت دجغرافیې ډیپارټمنټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف د ۱۴۴۶هـ ق کال د رمضان المبارک ۱۲مه چې د ۱۴۰۴ل کال د کب/ حوت له ۱۱مې سره سمون لري، د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د څېړنوال علمي رتبې څخه د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه د خپلې علمي څېړنیزې رسالې ( په افغانستان کې د بېدیاوو جغرافیایي پراختیا څرنګوالی) څخه په پریالیتوب سره دفاع وکړه.
دغه علمي – څېړنیزه رساله په شپږو څپرکیو کې لیکل شوې ده. په رساله کې د بېدیاوو د پراخیتا پر بېلابېلو اړخونو څېړنه شوې لکه :
• د بېدیاوو مخینه او شالید
• د بېدیاوو طبیعي جوړښت : (خاروه ، توپوګرافی، د اوبو شتون).
• د بېدیاوو اقلیمي ځانګړتیاوې ( اورښتونه، تودوخې درجه، د بادونو او اوبو اغیزې)
• د حیاتي خوځښتونو څرنګوالی( نباتي پوښښ، ځنګلونه، او حیوانات)
• زیانمنې سیمې ( د بېدیاوو د پراختیا ارزونه، د زیانمنو سیمو ډلبند)
• انساني کړنې او اغېزې ( کرنیزې چارې، څاوري، څړځایونه د بېدیاوو مخنیوی)
همدارنګه د رسالې په ورستي برخه کې د بېدیاوو د پراختیا د مخنیوي لپاره څېړنیزې طرحي او عملي حل لارې وړاندې شوې، چې د راتلونکو لپاره د چاپېریال ساتنې، د ځمکې دوامدار کارونه او د بېدیاوو د کمښت په برخه کې ډېر ارزښتناک ګڼل کېږي. په رساله کې د تر لاسه شویو پایلو له مخې یو شمېر وړاندیزونه په هېواد کې د بېلابېلو برخو ( حکومت، محلي ادارې، څېړنیزې موسسې، بزګران او عامو خلکو) لپاره وړاندې شوي چې عملي کول یې په هېواد کې د طبیعي چاپېریال ساتنې لپاره ډېر ګټور دي.
د دفاع پر مهال د ټاکل شوي کمیسیون د محترمو پوهانو او څېړونکو پوښتنو ته قناعت بخش ځوابونه ورکړل شول. د یادې غونډې په پاي دغه علمي – څېړنیزه رساله دفاع کمیسیون د غړو لخوا ومنل شوه او د ښاغلی څېړنوال عبدالرحمن لطیف علمي ترفیع د څېړنوال له علمې رتبې څخه د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه په اتفاق د آراوو تائید شوه.