د کتاب د درنښت په مناسبت د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې د یوې اونۍلپاره (۴۰٪) تخفیف اعلان کړی

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۸
د کتاب د درنښت په مناسبت د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې د یوې اونۍلپاره (۴۰٪) تخفیف اعلان کړی

د افغانستان د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې (۴۰٪) تخفیف د یوی اونۍ لپاره اعلانوي. د افغانستان د علومو اکاډمۍ په هېواد کې د یوازینۍ معتبرې څېړنیزې ادارې په توګه د هېواد په رسمي ژبو، د بېلابېلو علومو په برخه کې علمي- څېړنیز کتابونه، مجلې او جریدې خپروي. د اړوندو څانګو څانګوال، څېړونکي، زده‌کوونکي، محصلان او عام لوستونکي کولای شي هر وخت دغه کتابونه په مناسبه بیه د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د کتابونو د توزیع له څانګې څخه ترلاسه کړي.

د کتاب د درنښت په مناسبت د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې د یوې اونۍلپاره (۴۰٪) تخفیف اعلان کړی. تاسو کولای شئ چې له دې فرصت څخه ګټه واخلئ.

یادونه:

تاسې کولای شئ چې دغه کتابونه، مجلې او جرېدې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست اړوند کتاب پلورنځي څخه په ۴۰٪ تخفیف ترلاسه کړئ.

كابل - افغانستان، نوى ښار، د شاه بوبو جان جومات ترڅنګ

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS