د افغانستان د علومو اکاډمي د وړ او مستعدو کادرونو د جذب لپاره کادري بستونه د آزادې سیالۍ په موخه اعلان ته سپاري

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۵۵
د افغانستان د علومو اکاډمي د وړ او مستعدو کادرونو د جذب لپاره کادري بستونه د آزادې سیالۍ په موخه اعلان ته سپاري

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د افغانستان د علومو اکاډمي د خپلو خالي کادري بستونو د تکمیل او علمي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، غواړي چې د شمول معیارونو او علمي اصولو له مخې، په لاندې یادو شویو برخو کې وړ، باصلاحیته او د شرایطو لرونکي علمي کادر غړي جذب او استخدام کړي.

په شرایطو برابر نوماندان کولای شي چې د نوم لیکنې فورم د علومو اکادمۍ د کارکوونکو د چارو آمریت څخه د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې تر لاسه او د لوړو زده کړو وزارت له تاییدۍ څخه وروسته د خپل وروستي فراغت د ډیپلوم اصل او رنګه کاپي، ټرانسکریپ، تذکره او دوه قطعې عکسونو سره مل ۱۷ ـ ۵ ـ ۱۴۰۵ هـ.ش نېټې څخه تر  ۲ ـ ۶ ـ ۱۴۰۵ هـ .ش نېټې پورې د علومو اکاډمۍ د کارکوونکو د چارو آمریت ته وسپاري.

د داخلې شرایط:

نوماند که د لیسانس سند ولري، عمر یې باید له ۳۰ کلونو څخه زیات نه وي؛

 که د ماسټرۍ سند ولري، عمر یې باید له ۴۰ کلونو څخه زیات نه وي؛

که د دکتورا سند ولري، عمر یې باید له ۵۰ کلونو څخه زیات نه وي.

د یونیسکو له رسمي ژبو څخه ( انګلیسي، روسي، عربي، فرانسوي، آلماني، هسپانوي او چیني) پر یوې ژبې بشپړ تسلط ولري.

د تحصیلي دورې لږ تر لږه (۸۰٪) سلنه د نومرو اوسط ولري.

بهرني تحصیلي اسناد لږ تر لږه Grade B درلودونکی وي.

د اړیکې شمیره: 0202201227

پته: کابل، شهرنو، د علومو اکاډمۍ مرکزي دفتر، د شهرنو د تېلو ټانک ته مخامخ.

Documents

د اعلان شویو بستونو لست

Related VacanciesShow all

Back to vacancies