د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه) تر سرلیک لاندې د ۱۴۰۵ ل کال د زمري/ اسد 20 مه نېټه د څېړونکو او علماو په حضور کې علمي څېړنیز سیمینار وړاندې کړ.

یاد سیمینار کې د زېږندې ژبپوهنې پر اساسي مفاهیمو بحث او خبرې وشوې.

د زېږندې ژبپوهنې مفهومونه د پښتو بېلګو پر مټ په هراړخیزه ټوګه تشریح شول.

پر ژوررغښت او برسیررغښت خبرې وشوې او د برسیرنورغښتونو د منځ ته راتګ پر بهیر رڼا واچول هغه شپږ پړاونه چې برسیرن رغښتونه په کې منځ ته راځي په ډاګه شول او د یادې موضوع د ښې روښانتیا لپاره پښتو بېلګې وړاندې شوې.

په پای کې څېړونکې د کنفرانس ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او وروسته د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رأیو په یووالي مثبت وارزول شو.

د علومو اکاډمي واټس په لاندې لینک کې تعقیبولی شئ.

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS