د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفايې د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۰:۷

د ۱۴۰۵ له کال د لړم (عقرب)  میاشتې ۱۹مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردګ د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه ( د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفايې د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه) تر سرلیک لاندې د علمي – څېړنیزې رسالې څخه دفاع وکړه.

دغه څېړنیزه رساله په شپږو څپرکو کې ترتیب شوې ده، چې هر څپرکی یې د موضوع یوه ځانګړې علمي او څېړنیزه برخه رانغاړي:

په لومړي څپرکي کې د څېړنې شالید، د موضوع عمومي پېژندنه، د څېړنې اهمیت او د موضوع اړوند بنسټیز معلوماتو ته ځای ورکړل شوی دی.

په دویم څپرکي کې د قلبي وعایي سیسټم اناټومي او فزیولوژي، د قلبي وعایي ناروغیو معمولې نښې او علایم، تشخیصي پلټنې او د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفایې په اړه هر اړخیز علمي معلومات وړاندې شوي دي. د دې برخې د ترتیب لپاره له معتبرو او نویو نړیوالو طبي ژورنالونو، کتابونو او علمي انټرنیټي سرچینو څخه ګټه اخیستل شوې ده.

په درېیم څپرکي کې د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفایې اپیډیمیولوژیک اړخ څېړل شوی او د ناروغۍ د پېښو، کچې او اړوندو احصایوي معلوماتو تحلیل او ارزونه پکې وړاندې شوې ده.

په څلورم څپرکي کې د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفایې بېلابېل لاملونه او اړوند خطري فکتورونه څېړل شوي او د ناروغۍ په رامنځته کېدو کې د هغوی ونډه ارزول شوې ده.

په پنځم څپرکي کې د زړه د دسامونو د تنګوالي او عدم کفایې له امله رامنځته کېدونکي اختلاطات څېړل شوي او د ناروغانو پر روغتیا او ژوند د هغوی اغېزې روښانه شوې دي.

په شپږم څپرکي کې د څېړنې علمي او روغتیايي ارزښت، د څېړنې ترلاسه شوې پایلې، وړاندیزونه، مأخذونه او ضمایم شامل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه څېړنیز اثر د ملي او نړیوالو څېړنیزو معیارونو په پام کې نیولو سره په ۶۳۷ مخونو کې ترتیب شوی دی. په دې رساله کې له ۷۰ څخه زیاتو معتبرو او نویو نړیوالو علمي ماخذونو څخه ګټه اخیستل شوې او ټول مطالب یې په روانه او معیاري پښتو ژبه لیکل شوي دي.

د څېړنې تر بشپړ وړاندې کولو او د دفاعیې کمېټې د پوښتنو تر ځوابولو وروسته، د یادې علمي پروژې دفاع په بریالیتوب سره ترسره او پای ته ورسېده.

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل په لاندې لینک کې تعقیب کړئ...

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L