تقریظ او د اوسنیو تقریظونو ارزونه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۱:۱۰
تقریظ او د اوسنیو تقریظونو ارزونه

«علمي- څېړنیز کنفرانس»

کابل: د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنیار فضل الرحمن علیزي د «تقریظ او د اوسنیو تقریظونو ارزونه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

دغه کنفرانس چې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د تلې میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، په کې ښاغلي علیزي د یادې موضوع په اړه وویل: تقریظ د هنر او ادبي آثارو د لنډې پېژندګلوۍ په زړه پورې ډول دی، زموږ په ادبیاتو کې تقریظ زیاتره د ادبي آثارو او ایجادي پدیدو د ستاینې لمنې ته لوېدلی دی، په تېره بیا له دغه علمي او مهم ډول څخه په دې وروستیو کلونو کې حتی د علمي ترفیعاتو په ترڅ کې (هغه هم په علمي موسسو کې) ډېره ناوړه ګټه اخیستل شوې، په دې معنا چې له دغه ژانره یوازې د ستاینې لپاره کار اخیستل شوی، په دغو تقریظونو کې د اثر د جوهر او ارزښت په باره کې څه نه لیدل کیږي، البته یو شمېر په زړه پورې تقریظونه هم شته خو ډېر کم.

د نوموړي په وینا، مونږ باید د تقریظ پر اړتیا او اهمیت باندې پوه شو ځکه تقریظ د یوه اثر مهمه او اړینه برخه په لنډو ټکو کې زمونږ په واک کې راکوي، تقریظ باید له انتقادي اړخه کمزوری او ستاینلیک نه وي او نه هم باید له موضوع د باندې مسایلو ته وقف شوی وي.

ده زیاته کړه، له تقریظ څخه باید وړ او مناسبه ګټه پورته شي، له علمي اصولو سره سم ولیکل شي او هغه تقریظونه چې له علمي اصولو سره سم نه وي لیکل شوي، باید رد شي.

د علومو اکاډمي دې علمي غړي په پای کې وویل، نور باید د اعزازي تقریظونو له ورکولو څخه ډډه وشي، لوایحو او مقرراتو سره سم تقریظ ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د آریانا مجلې نوې، ځانګړې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۲:۷
Background image

څېړنپوه دکتور محمدحلیم تنویر د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو په معاونیت کې، د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړنپوه دکتور محمدحلیم تنویر د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه شوه. د یادونې وړ ده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

د بدخشان د یخچالونو او د واورو د پوښښ تحلیل او ارزونه 2025- 1988

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبيعي - تخنيکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو د مرکز علمي غړي څېړندوی حامد امان « د بدخشان د یخچالونو او د واورو د پوښښ تحلیل او ارزونه ) 2025- 1988 (» تر. . .

BACK TO NEWS