د کابل پوهنتون شهیدانو ته د دعا په مناسبت د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۲:۳۱
د کابل پوهنتون شهیدانو ته د دعا په مناسبت د قرآن عظیم الشان ختم ترسره شو

کابل: د افغانستان په علومو اکاډمي کې د کابل پوهنتون شهیدانو ته د دعا په مناسبت د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه د سه شنبې پر ورځ د قرآن کريم ختم ترسره شو.

تېره ورځ (دوشنبه) د هېواد پر ستر اکاډميک او علمي مرکز (کابل پوهنتون) وسله وال وحشيانه بريد وشو چې په کې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

په همدې مناسبت د شهيدانو ارواحو ته د دعا په خا‌طر د افغانستان په علومو اکاډمي کې د قرآن کريم ختم وشو چې په کې د علومو اکاډمي پر عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب سربېره د اکاډمۍ مرستيالانو، رئيسانو، علمي غړو او اداري کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د ختم په پای کې دعا وشوه چې په کې قربانيانو ته د الله تعالی له لوی درباره جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه وشوه.