(د امام بخاري او امام ترمذي علمي او معنوي مقام) د نړیوال سیمینار د مقالو غوښتنه

Ezatullah_admin
جایگاه علمی و معنوی امام بخاری و امام ترمذی

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ریاست د مقام د ۶/۱۱/۱۳۹۹ نېټه ۳۰۱۵ ګڼې حکم صادر شوی چې داسې تصریح لري (توظیف هیئت یاد بود از چهره های علمی فرهنگی و احیای آبده های تاریخی کشور) چې د امام بخاري او امام ترمذي رحمهماالله د علمي او معنوي مقام په اړه علمي – څېړنیز سيمینار د افغانستان علومو اکاډمي ته سپارل شوی دی. له همدې امله ښاغلي څېړونکي او لیکوالان کولای شي چې له لاندنیو عناوینو څخه د یوه عنوان په اړه علمي – څېړنیزه مقاله ولیکي:

۱- په محدثینو کې د امام بخاري علمي او معنوي مقام

۲- په محدثینو کې د امام ترمذي علمي او معنوي مقام

۳- د امام بخاري له نظره د شخړو او منازعاتو حللارې

۴- د خوارجو په اړه د امام بخاري لیدلوری او د اسلامي حکومت په خلاف پاڅون

۵- د امام بخاري او امام ترمذي له نظره د انسان اساسي حقونه

۶- د امام بخاري او امام ترمذي له نظره د اسلامي وحدت بنسټونه

۷- د امام بخاري او امام ترمذي سیاسي فقاهت او پوهه

۸- په صحیح البخاري او سنن ترمذي کې تسامح او ښه ګاونډيتوب

۹- په صحیح البخاري او سنن ترمذي کې د امنیت ارزښت

۱۰- په صحیح البخاري او سنن ترمذي کې د سولې مقام او ارزښت

۱۱- د انسان د وینې عصمت د امام بخاري او امام ترمذي له نظره

۱۲- د امام بخاري د ښوونې او روزنې میتود او تګلاره

۱۳- د امام بخاري ټولنیزې اړیکې

۱۴- دامام ترمذي ټولنیزې اړیکې

۱۵- د امام بخاري او امام ترمذي افغاني استاذان او شاګردان

۱۶- د امام بخاري او امام ترمذي اعتدالي نظریات

۱۷- اقتصادي مسائلو ته د امام بخاري اهتمام او پاملرنه

۱۸- اقتصادي مسائلو ته د امام ترمذي اهتمام او پاملرنه

۱۹- د صحیح البخاري منهج او ځانګړتیاوې

۲۰- د سنن ترمذي منهج او ځانګړتیاوې

۲۱- د امام بخاري علمي او فرهنګي خدمتونه

۲۲- د امام ترمذي علمي او فرهنګي خدمتونه

۲۳- د امام بخاري او د هغه د صحیح په اړه د علماوو او پوهانو نظریات

۲۴- د امام ترمذي او د هغه د سنن په اړه د علماوو او پوهانو نظریات

۲۵- د شمایل ترمذي ارزونه

۲۶- د صحیح بخاري شرحو ته لنډه کتنه

۲۷- د سنن ترمذي شرحو ته لنډه کتنه

د مقالو د منلو شرطونه:

مقاله باید (د څېړنې لنډیز او په عربي یا انګليسي ژباړه، د څېړنې موخه، د څېړنې مبرمیت، د څېړنې میتود، د څېړنې متن، پایلې، وړاندیزونه او مراجع) ولري.

مقاله د علمي ‌کمیسیون له ارزونې وروسته په سمینار کې د لوست او په ټولګه کې د چاپ وړ ده.

د مقالو سافت او هارډ باید راولېږل شي

د مقالو د منلو آخري نېټه: ۳۰/۴/۱۴۰۰

څېړونکي او لیکوالان کولای شي د سیمینار له عنوان سره سم سرلیکونه انتخاب او غوره کړې.

د مقالو د سپارلو پته: طره بازخان واټ، د شاه بوبو جان کوڅه، نوی ښار کابل، د علومو اکاډمۍ مرکزي دفتر.

الکترونیکي پتې: hamedabdulrahman6@gmail.com abdulhamidwafaa@gmail.com

د واټساپ شمېرې: ۰۰۹۳۷۰۰۶۵۸۴۱۱ ـــــ ۰۰۹۳۷۷۲۸۲۸۷۶۵

د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۲۰۱۲۲۸ ـــــ ۰۷۶۷۰۴۴۳۲۶ ــــ ۰۷۰۰۶۵۸۴۱۱

Latest announcements

Mon, Feb 22 2021 11:14 AM
Background image

Article Announcement;

Afghan pride, Pacha Khan International Seminar Based on President of the Islamic Republic of Afghanistan guidance, the Ministry of Information and Culture is proud to mark the 100th . . .

Back to announcements