ننګرهار پوهنتون سره د علمي آثارو مرسته
د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې د غوښتنې پر اساس د افغانستان د علومو اکاډمي دې ادارې ته ۷۴ ټوکه کتابونه او ۱۸ ګڼې مجلې د دې څانګې د کتابخانې د غنامندۍ او د دوامداره علمي – څېړنیزې همکارۍ په خاطر ډالۍ کړې.