«د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان سرحدونه او اداري وېش» اثر چاپ شو؛

Ezatullah_admin
Mon, Mar 27 2023 11:00 AM
د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان سرحدونه او اداري وېش

د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان سرحدونه او اداري وېش د پوهاند غلام جیلاني عارض اثر دی چې څېړنپوه دوکتور محمد شریف ځدراڼ په پښتو راژباړلی او د ژباړې ترڅنګ یې پر اثر سریزه او تعلیقات لیکلي او زیاتونې په کې کړې دي. دغه اثر د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له‌خوا چاپ شوی دی.

په دغه کتاب کې د افغانستان سرحدونه او اداري ویش د تاریخ په اوږدو کې څېړل شوي دي او د اثر لیکوال په دې عقیده دی چې سیاسي سرحدونه او د یوه هېواد څلور خواوې (حدود الاربعه) په حقیقت کې د هماغه هېواد د ملي هویت او د خاورې د تمامیت پېژندل دي چې د یوه سیاسي واحد په توګه د نړۍ د ملتونو په لیکه کې یو هېواد له بل هېواد څخه بېلوي. د یوه هېواد د سیاسي پولو ټاکل او اداري وېش د ملي حاکمیت، اقتصادي، فرهنګي او پرمختیایي پلانونو لپاره لازم شرایط برابروي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-03/The%20History%20of%20Borders%20of%20Afghanistan.pdf

یادونه: پر دغې موضوع د لا ښه پوهاوي لپاره دغه ګټور اثر د افغانستان د علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS