د افغانستان د علومو اکاډمي د احمد علي کهزاد د سیمینارونو په تالار کې د ارشاد او دعوت د ممتازو شاګردانو ستاینغونډه ترسره شوه

Ezatullah_admin
Wed, Jul 26 2023 2:39 PM
د ارشاد او دعوت د ممتازو شاګردانو ستاینغونډه

یاده غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه. وروسته د علومو اکاډمي مرستیال مولوي امیرجان ثاقب په ټولنه کې د علم د زده کړې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې "د علم زده کړه د ټولنې مهمه اړتیا ده چې باید جدی پاملرنه ورته وشي"
وروسته د ارشاد او دعوت عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد هاشم شهید ورور د اسلامي علومو په ارزښت مفصله وینا وکړه، او زیاته یې کړه چې "باید په هر ارګان کې دیني علومو ته زیاته پاملرنه وشي ځکه چې د دې علومو زده کړه له یو اړخه د هر مسلمان شرعي مسؤلیت دی او له بله اړخه دا د امیر المـ..ؤمنین فرمان دی او د امیر فرمان منل په ټول رعیت باندې واجب دی، نو دې درسونو ته باید لومړيتوب ورکړل شي"
وروسته د لوړو زده کړو وزارت معین شیخ الحدیث مفتي محمد طاهر احمدي د غونډې ګډونوالو ته د عصري علومو په ارزښت خپله وینا واوروله او زیاته یې کړه چې "لکه څرنګه چې دیني علوم زده کول او د یو مسلمان عقیده او مفکوره په اسلامي او دیني اساساتو برابرول په مسلمان فرض دي، دې ته ورته هغه عصري علوم چې ټولنه ورته اشد ضرورت لري هغه هم په دې شرط فرض کفايي بلل کېږي چې ټولنه له احتیاج څخه راوباسي او د پرمختګ لورې ته یې روانه کړي."
د غونډې په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمي د ارشاد او دعوت رئیس مفتي محمد اکبر مقسط د یاد ریاست د تېر یو کال لاسته راوړنې د غونډې ګډونوالو ته بیان کړې او زیاته یې کړه چې "نوموړي ریاست په تېر یو کال کې مهمې لاسته راوړنې درلودلي چې د هغو له جملې څخه د اسلامي علومو معاونیت د غړیو لپاره د فقهي مجالسو دایرول، د نورو معاونیتونو لپاره په مناسبو وختونو کې د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې دوره، د عقیدې او احکامو اړوند درسونه، د لمانځه د اصلاح او د قرآن کریم د تجويد اړوند درسونو ورکړه یې د بیلګې په توګه یادولی شو، په پایله کې یې الحمد لله د دې ادارې اړوند چې کومې توصیې د صورت او سیرت په برخه کې ترسره شوې وې د هغې عملي بڼه نن لیدل کېږي او زمونږ د ادارې ټول شاګردان په یادو درسونو کې په ښو نمرو بریالي شوي چې نن ورځ مونږ او تاسې ټول د دې لاسته راوړنو شاهدان یو".
د غونډې په پای کې ټول ممتاز شاګردان د علومو اکاډمي د مشرتابه او درنو استاذانو لخوا د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.
یاده غونډه د علومو اکاډمي د حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله مخلص په دعائیې پای ته ورسېده

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS