«د هېواد ترانسپورټي وضعیت، ستونزې او د حل لارې» علمي – څېړنیز سیمینار ترسره شو!

Ezatullah_admin
Wed, Oct 18 2023 4:03 PM
د هېواد ترانسپورټي وضعیت، ستونزې او د حل لارې

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز په نوښت د ترانسپورټ او ترانزیټ نړیوالې ورځې په پار د هېواد ترانسپورټي وضعیت، ستونزې او د حل لارې تر عنوان لاندې علمي – څېړنیز سیمینار د هېواد د علماوو، پوهانو، د پوهنتونونو د استادانو او متخصصینو په ګډون د علامه احمد علی کهزاد په تالار کې جوړ شو.

سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او د افغانستان د علومو اکاډمي د لوی رئیس محترم شیخ مولوی فریدال.دین محم.ود په وینا سره پرانیستل شو. وروسته د ا.ا د محترم رئی.س ال.وزرا ملا مح.مد حس.ن اخ.وند پیغام ولوستل شو. همدارنګه د ټولګټو چارو او ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو پیغامونه هم ولوستل شول.

د سیمینار په دویمه برخه کې یو شمېر په موضوع پورې تړلې مقالې د هېواد د پوهانو او متخصصینو لخوا ولوستل شوې. د سیمینار پر علمي موضوع‏ګانو باندې تر بحث او مناقشې وروسته، سیمینار مثبت وارزول شو.

په پای کې د سیمینار ګډونوالو لاندې مطالب د سیمینار د پرېکړه لیک په توګه تصویب کړل:

۱- د هېواد د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره د ترانزیټ فرصتونو څخه د ګټې اخېستنې په منظور د ترانسپورټ او هوایي چلند محترم وزارت د طرحو د پلي کولو په موخه د څار یوه واکمنه کمېټه د ا.ا د ریاست ال.وزرا محترم مقام د محترم اقتصادي مرستیال په مشرۍ وټاکل شي.

۲- د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د ټولو طرحو په پلي کولو سره چې کوم عواید تر لاسه کیږي، د مالیې وزارت د ځانګړي کود له لارې دې په ترانسپورټي زیربناو ولګول شي، چې د ترانزیټ لپاره لومړیتوب لري. د نوموړو زیربناو او تاسیساتو له جوړولو وروسته چې څومره ترانسپورټي او اترانزیټي عواید لوړیږي، هغه دې بېرته د نوموړي کود له لارې په پرلپسې ډول د ترانسپورټي زېربناو تر بشپړیدو پورې ولګول شي.

۳- د ښو ترانسپورتي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دې، ملي بس شرکت په ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت پورې وتړل شي.

۴- د هېواد د ترانسپورټي ستونزو د علمي او مسلکي حل لپاره دې د علومو اکادمي په همغږۍ د ترانسپورټي سکتورونو په تشکیل کې علمي څېړنیز انستیتوت ور زیات شي.

ه- دا چې افغانستان د چین، اروپا، منځني ختیځ ،د منځنۍ او سوېلي اسیا، او د پارس خلیج هېوادونو ترمنځ د ترانزیت تر ټولو نږدې لاره ده، بناً اقتصادي کمیسون کې دې د افغانستان د سیمه ایز اتصال لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شي.

۶ - د ترانسپورټ په نړیوالو کنونسیونونو کې دې د افغانستان د ترانسپورټي سیستم غړیتوب واخیستل شي.

۷- د سیمه ایز اتصال په منظور دې د اوسپنې لارې شبکې د جوړولو لپاره د ګاونډیو او سیمه ایزو هېوادونو سره هر څه زر څو اړخیزې دیپلوماټیکې خبرې پیل شي.

۸- د ترانسپورټي ادارو او سازمانونو لپاره د ستراتیژیو درلودل د وخت اړتیا ده.

۹- د سیمینار مقالې دې چاپ شي.

د سیمینار یاد پریکړه لیک په نهو مادو کې د رایو په اتفاق تائید او تصویب شو

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

BACK TO NEWS