د پښتو په معاصره ادبي دوره کې د حمدیه شاعرۍ څېړنه

Ezatullah_admin
Thu, Nov 07 2024 9:11 AM
نوماند څېړندوی ښاغلي سید پښتون پښتون

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع"

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې علمي غړي نوماند څېړندوی ښاغلي سید پښتون پښتون د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې یو کلنې علمي - څېړنیزې پروژې "د پښتو په معاصره ادبی دوره کې د حمدیه شاعرۍ څېړنه" څخه د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاع تر سره کړه.

دا علمي- څېړنيزه رساله په سريزه، شپږو څپرکو، پايلې، وړاندېزونو، او مأخذونو مشتمله ده چې تفصیل یې په دې ډول دی:

په لومړي څپرکي کې په پښتو ادبیاتو کې د اړوندې موضوع شاليد روښانه شوی دی.

په دويم څپرکي کې د «حمد پېژندنه» تر سرلیک لاندې د حمد لغوي او اصطلاحي تعریف، په پښتو ادبیاتو کې د حمد لیکلو تاریخچه او د حمد او مناجات تر منځ توپیرونه توضېح شوي دي.

په درېيم څپرکي کې د معاصرې ادبي دورې د لومړي پړاو د حمدیه شاعرۍ شننه سرلیک راوړل شوی خو تر دې سرلیک لاندې لومړی د پښتو په معاصره ادبي دوره بحث شوی، وروسته ترې د معاصرې ادبي دورې په لومړي پړاو څرګندونې شوي او په پای کې په دې پړاو کې د راغلیو شاعرانو د شهرتونو او مقدمو نه وروسته د شاعرانو د حمدیه کلامونو نمونې راوړل شوي او پرې تحلیلونه شوي دي.

په لومړی پړاو (ویښتیا) کې د ارواښاد غلام محی الدین افغان، بهایي جان صاحبزاده، سید راحت زاخېلي د حمدیه کلامونو نمونې څېړل شوي دي.

په څلورم څپرکي کې د معاصرې ادبي دورې د دویم پړاو د حمدیه شاعرۍ شننه سرلیک راغلی او تر دې سرلیک لاندې لومړی د معاصرې ادبي دورې په دویم پړاو او ترې وروسته د معاصرې ادبي دورې د دویم پړاو د مشهورو شاعرانو د حمدیه کلامونو نمونې له ټولو تعلیقاتو سره مل راوړل شوي دي. په دې پړاو (روښانتیا) کې د ارواښاد امیرحمزه شینواري، ګل پاچا الفت، سمندر خان سمندر د بدرشو، عبدالله بختیانی خدمتګار، سید شمس الدین مجروح او ملنګ جان حمدیه کلامونه راټول شوي او د ادبي فنونو له مخې یې ښېګڼې شنل شوي دي.

په پنځم څپرکي کې د دریېم پړاو د حمدیه شاعرۍ شننه سرلیک راغلی او په دې سرلیک کې د معاصرې ادبي دورې په دریېم (اووښتون) پړاو تفصیلي بحث راغلی دی او تر دې وروسته د اووښتون پړاو د مشهورو شاعرانو د حمدیه کلام شننه شوې چې د بېلګې په توګه یې د عبدالله غمخور، محمد صدیق پسرلي، طاهر کلاچوي او احمد کلاچوي نومونه یادولی شو.

په شپږم څپرکي کې د معاصرې ادبي دورې د څلورم پړاو د حمدیه شاعرۍ شننه سرلیک راغلی او تر دې سرلیک لاندې د معاصرې ادبي دورې څلورم پړاو توضېح شوی، خو ورپسې د څلورم (سمون) پړاو د مشهورو شاعرانو د حمدیه کلامونو شننه شوې او د شاعرانو هره حمدیه نمونه په هراړخیز ډول تر څېړنې لاندې نیول شوې ده. د دې پړاو مشهور شاعران چې په یادې څېړنې کې یې د کلام نمونې راوړل شوي د پیرمحمد کاروان، دروېش دراني، اباسین یوسفزي او پروین ملال نومونه د مشت نمونه خروار په توګه یادونې او شننې راغلي دي.

څېړونکي په پای کې د دې علمي-څېړنيزې پروژې پايله، وړانديزونه، او په رساله کې کارول شوي مأخذونه راوړي دي.

د دې علمي- څېړنيزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکي له خوا د څېړونکو، ګډونوالو او د کمیسیون د غړیو پوښتنو ته قناعت کوونکي ځوابونه وويل شول.

د غونډې په پای کې د یادې علمي-څېړنيزې پروژې د دفاع د ارزونې کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره دا علمي _څېړنیزه پروژه مثبته وارزول شوه او څېړونکی یې له نوماند څېړندوی علمي رتبې څخه د څېړندوی علمي رتبې ته د ترفیع وړ وبلل شو.

Latest news

Tue, Apr 15 2025 11:52 AM
Background image

"The Afghanistan Quarterly Journal" has just released its latest publication

This academic-research journal, published by the Afghanistan Science Academy, features articles by various authors on economic, social, and cultural topics in English. The newly. . .

Thu, May 12 2022 11:56 AM
Background image

Evaluation the soil pH of different Villages of Mihterlam capital of laghman province and ways to improve it

Assistant professor Khalil Rahman Barakzai Abstract Soil pH is an important factor for desirable crop productions. However, due to soil amendments it is changing and negatively. . .

Thu, Mar 31 2022 10:02 AM
Background image

Study the position of Indian and Greek religion in Kushan period

Introducing Scientific Project of Assist Prof. Ali Ahmad Jafari 1- Title of Project: Study the position of Indian and Greek religion in Kushan period 2- Duration of Research: Six years. . .

BACK TO NEWS